د هلمند له زندان نه ۸۸بندیان خوشې شول

عزم(چهار‌شنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۹ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي، د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه یې د هلمند له مرکزي زندان څخه په دوو ډلو کې ۸۸بندیان خوشې کړل.

د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري وايي، ټول هغه بندیان یې خوشې کړي، چې د اشرف غني له‌خوا د صادر شوي فرمان په شرایطو برابر وو.

د صفاري په خبره، په لومړي ځل یې ۴۰ او په دویم ځل یې ۴۸بندیان خوشې کړل او کېدای شي ځینې نور بندیان هم ازاد شي.

د هلمند د استناف څارنوالۍ رئیس قاري رحیم الله وايي، د ياد فرمان د اولې او درېيمې مادې له مخې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قانون، سياسي، حدود، قصاص، ديت، قتل، اختطاف، اداري فساد، د مخدره توکو قاچاق او د دوامداره جرمونو مجرمين خوشې شوي نه دي او یوازې د سپکو جرمونو په تور نیول شوي بندیان ازاد شوي دي.

د قاري رحیم الله په خبره، په خوشې شویو بندیانو کې ۷ماشومان او یوه مېرمن هم شامله ده.

د هېواد له ګڼو زندانونو سلګونه هغه بندیان خوشې کېږي، چې د قید موده یې پنځه کاله وي او یا یې پنځه کاله قید تېر کړی وی.

د اشرف غني د تازه حکم پر بنسټ د هېواد له ټولو زندانونو سلګونه بندیان خوشې کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button