آسپانیا، ایران او بلجیم کې د کرونا ځپلو تازه ارقام

عزم( چهارشنبه،۱۳وری ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د اسپانیا، ایران او بلجیم هیوادونو کې سلګونه نور کسان د کرونا ناروغي له امله وژل شوي دي.
الجزیرة ویلي، له تیرې ورځې را په دې خوا په آسپانیا هیواد کې د کرونا له امله شاوخوا ۸۶۴کسان وژل شوي او ۷۷۱۹ تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.

ددغه هیواد چارواکو ویلي، تر اړسه دغه هیواد کې د ټولو وژل شویو کسانو شمیره ۹۰۵۳ تنو او د اخته کسانو بیا ۱۰۲۱۳۶تنو ته رسیدلې ده.

د ایران د روغتیا وزارت بیا ویلي، چې تیرو څلورویشتو ساعتونو کې یې د هیواد په کچه د کرونا ویروس له امله شاوخوا ۱۳۸کسان وژل شوي او ۲۹۸۷تنه نور پرې تازه اخته شوي؛ چې له دې سره یې د وژل شویو ټولییزه شمیره ۳۰۳۶تنو او د اخته کسانو بیا ۴۷۴۹۵تنو ته لوړه شوې ده.
ایران وایي، د دغې ناروغي د لازیاتې خپریدو د مخنیوي چټکې هلې ځلې یې پیل کړې او تمه لري راتلونکو اونیو کې یې مهار کړي.

بلخوا بیا د بلجیم هیواد چارواکو ویلي چې هیواد کې یې له تیرې ورځې راهیسې ۱۲۳کسان د کویدو ۱۹ ناروغي له امله وژل شوي او سلګونه نور پرې تازه اخته شوي؛ چې د وژل شویو ټولییزه شمیره ۸۲۸تنو ته رسیدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: