له بین الافغاني مذاکراتو سره د ارګ او امریکا غیرمسؤلانه چلند
خط اول
د وري په ۷مه ارګ په بین الافغاني مذاکراتو کې له طالبانو سره د مخامخ کېدو لپاره یو پلاوی اعلان کړ. د پلاوي له اعلان سره سم امریکا پر نورو سیاستوالو د دې ټیم د منلو هڅې پیل کړې، چې تر څه حده پکې بریالۍ شوې هم ده.
د ملي امنیت د بدنامې ادارې مخکینی مشر، معصوم ستانکزی، د دې ۲۱-کسیز پلاوي مشري کوي. د ارګ د ټیم نیمايي کسان داسې دي چې نومونه یې په سیاسي صحنه کې د لومړي ځل لپاره اورېدل کیږي، دوه غړي یې له سره خبر نه دي چې دوی هم په ټیم کې شته، د رسنیو له لارې خبر شوي دي. ځینې نور یې لا هم د پخته ګۍ مرحلې ته نه دي رسېدلي.
د ټیم غړو ته په کتلو ښکاري چې ارګ د ټیم د قوت او جامعیت لپاره پر ځان زیات زور نه دی راوړی –ارګ پخپله ویلي چې دا ټیم یې یوازې د خبرو وړلو او راوړلو ته ټاکلی او د پرېکړې کولو صلاحیت نه لري، بلکې پرېکړه به له شا یوه بله شورا کوي.
د ارګ د ټیم برعکس، د طالبانو مذاکراتي ټیم غړي باصلاحیته دي. له طالبانو سره د مذاکراتو له پیل راهیسې، د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د طالبانو ترڅنګ پر کابل حکومت باندې هم غږونه کول چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې باید پلاوی باصلاحیته او ټولشموله وي. اما اوس د ارګ ټیم نه باصلاحیته دی، نه ټولشموله دی (سیاسي احزاب یې په نه زړه د امریکا په فشار تاییدوي) او نه له طالبانو سره د متحده ایالتونو د هوکړې پر معیارونو برابر دی، خو بیا هم امریکا نه یوازې دا چې پخپله ترې ملاتړ کوي بلکې نور لوري یې هم منلو ته رابولي.
په بین الافغاني مذاکراتو کې د هېواد د راتلونکي په ټاکلو بحثونو کیږي. د بېصلاحیته او جنجالي ټیمونو ورته ټاکل کېدل به یې پیل لا وځنډوي، او که پیل هم شي، تر پرمختګ به خنډونه او شاتګونه پکې زیات وي.
طالبانو د ارګ پلاوی رد کړی او په دې دلیل یې ټولشموله نه دی بللی چې نور سیاسي لوري یې په خپل اختیار نه مني. دا د امریکا فشار یا تقاضا ده چې د کابل شیندلي سیاستوال یې د ارګ د ټیم ملاتړ ته تر څه اندازې راټول کړي دي. که د امریکا فشار نه وي، غالبا به بیا سره شیندل کیږي، چې دا د بریالیو او مثمرو مذاکراتو کېدو مخه نیسي.
د بندیانو پر خلاصون جنجال او له بین الافغاني مذاکراتو سره د امریکا او ارګ چلند او اقداماتو ته په کتلو ښکاري چې د افغانانو دا خپلمنځي خبرې به هغسې ترسره نشي څنګه چې یې د طالبانو-امریکا د هوکړې تر لاسلیک وړاندې توقع کېده. دا یقیني خبره ده چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به لوړې ژورې راځي، خو غیرمسؤلانه اقدامات به یې نور هم ستونزمن او حتی، خدای مه کړه، ناکام کړي.