اوسنۍ گمارنې او د راتلونکي حکومت په اړه اندېښنې

خط اول:
تراوسه هم روانه ټاکنیزه ستونزه حل شوې نه ده؛ ځکه دواړه لوري ځانونه گټونکي گڼي او جوړجاړی ورته داسې ښکاري، چې مقابل لوری گټونکی دی او زه ورسره یوازې د واک لپاره ځان شریکوم. اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړو په یوه ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یې د روغې جوړې هڅه وکړه؛ خو ناکامه شوه. اشرف غني اوس د گلخانۍ ماڼۍ او عبدالله عبدالله د سپېدار ماڼۍ اشغال کړي او د دواړو حکمونه هم چلېږي. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو څه باندې اووه میاشتې اوښتي، خو ټاکنیزه ستونزه هم اوس هم هواره شوې نه ده.
اشرف غني په روانه اوونۍ کې د راتلونکي حکومت لپاره د وزیرانو د نوماندولو لړۍ هم پیل کړه، چې په سر کې یې د حکومت مهم وزارت«مالیې» لپاره عبدالهادي ارغندیوال وټاکه. ارغندیوال د حامد کرزي په وخت کې د اقتصاد وزیر و. وروسته یې له اشرف غني سره هم لاس یو کړ او د اقتصادي سلاکار دنده یې مخته وړله. عبدالهادي ارغندیوال ځان د حزب اسلامي مشر گڼي او د حزب اسلامي گوند هم په حکومت کې د همده په نامه ثبت شوی دی. له ارغندیوال سره یوازې د حزب اسلامي څو خوابدي کسان ملگري دي او د ډېر کار تمه ترې نه‌شي کېدای. د افغانستان په شان هېواد چې ټوله تکیه یې یوازې په خیراتونو او گمرکونو ده، باید د مالیې وزارت لپاره داسې کس غوره شوی وی، چې په دغه برخه کې یې څه ناڅه کار کړی وی. که ارغندیوال له ولسي جرگې د باور رایه واخلي، نو له دې وروسته به گمرکونه ټول په حزبیانو ډک وي او هغو کسانو ته به ښې دندې ورکړل شي، چې له حکمتیار خوابدي دي.
د ملي امنیت لپاره اشرف غني احمد ضیاء سراج ټاکلی دی. د ده په پېژندنه کې لیکل شوي، چې په ځینو وزارتونو کې یې مهمې دندې ترسره کړي دي. یعنې دی هم د امنیتي او په ځانگړي ډول په استخباراتي لوبو نه پوهېږي. په داسې حال کې چې اوس‌مهال افغانستان د سیمې او نړۍ د استخباراتي لوبو په مرکز بدل شوی، خو د عمومي ریاست لپاره یې بیا هم داسې کس ټاکل کېږي، چې په دغه برخه کې هېڅ کاري تجربه نه لري.
پرون اشرف غني د کابل ښاروالۍ لپاره داوود سلطانزوی وټاکه. د ده په اړه ویل کېږي چې د افغانستان د پوځ یوه الوتکه یې پاکستان ته تښتولې وه او اوس هم د کراچۍ په ملي موزیم کې د ده په نامه ثبت ده. سلطانزوی اوس هم په حکومت کې د فساد څو دوسیې لري؛ خو دا چې په ولسي جرگه کې یې وخت تېر کړی او ښځه یې د رولا غني نږدې ملگرې ده، نو ورته محکمې څه وايي او نه یې څوک د محاکمه کولو جرئت کولی شي.
تراوسه اشرف غني یوازې څو تنه نوي نوماند کړي او ټول وزارتونه، معینیتونه، سفارتونه، ادارې او ریاستونه لا پاتې دي. د اشرف غني پلویانو په تېره دوره کې یوه خبره ډېره تکراروله، چې د اشرف غني د کار مخه عبدالله عبدالله نیسي؛ خو دا ځل نه ورسره عبدالله عبدالله شته او نه ورسره څوک په حکومت کې تراوسه شریک دی؛ خو لوړې څوکۍ یې یو ځل بیا داسې خلکو ته په واک کې ورکړې، چې یوازې ورسره دی خپله انډیوالي پالي.
کېدای شي د راتلونکي حکومت کابینه یې د اوسني حکومت نه څو ځله خرابه وي او که په واک کې پاتې شي، نو راتلونکي پنځه کلونه یې هم حکومت یوازې سرپرست وبولئ، چې تر اخېره به خپله کابینه هم د اوس په څېر له سرپرستۍ خلاصه نه‌شي کړی او نه به داسې کسان په وزارتونو نصب کړي، چې ملت ته یې یوه ذره خیر ورسېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button