تیرو۲۴ساعتونو کې کرونا ویروس فرانسه او امریکا کې د ریکارډ په کچه مرګ کړی

عزم( جمعه،۱۵وری ۱۳۹۹):د کرونا یا کویدو ۱۹ ویروس تیرو ۲۴ساعتونو کې په فرانسه او امریکا کې د ریکارډ په کچه مرګونه کړي او زرګونه کسان یې وژلي دي.
فرانسوي چارواکو د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ۴۷۱کسانو مړینه تائیدوله، خو وروسته یې ومنله چې تیرو ۲۴ساعتونو کې یې هیواد کې شاوخوا ۱۳۵۵کسان وژل شوي او تر ۱۰ زرو زیات نور پرې اخته شوي؛ چې په ټوله کې د وژل شویو کسانو شمیر دغه هیواد کې ۵۳۸۷ تنو او د اخته کسانو بیا ۵۹۱۰۵تنو ته لوړ شوی دی.


بلخو بیا د امریکا د جان هاپکنیز پوهنتون وایي چې له تیرې ورځې راهیسې ددغې ناروغي له امله ۱۱۶۹کسان وژل شوي او تر ۲۵زرو زیات پرې تازه اخته شوي دي.
شمیرې ښیي چې امریکا کې د وژل شویو تعداد نږدې ۶ زره او د اخته کسانو ۲۴۰۳۹۵ تنو ته رسیدلی؛ چې زیات یې په نیویارک ښار کې دي.

بل لور ته بیا په لویدیځو هیوادونو کې د طبي توکو د غلا او لوټماریۍ پیښو د حکومتونو په کچه زیاتوالی ښوودلی دی.
امریکا هغه میلیونونه ماسکونه چې فرانسې له چین څخه پیریدلي وو، د چین په هوایي ډګر کې په درې برابره بیه اخیستي او خپل هیواد ته یې انتقال کړي؛ فرانسې بیا میلیونونه ماسکونه چې سویډن هیواد د موټرو په مټ ایټالیا او اسپانیا ته د فرانسې له لارې لیږدول، نیولي اوټول یې ستانه کړي دي، د سویډن تر اعتراض وروسته فرانسه تیاره شوې ده چې نیمایي ماسکونو ورکولو ته تیار دي خو ټول بیا هم نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: