د کرونا له امله؛ تیرو ۲۴ساعتونو کې آسپانیا او ایران کې تر زرو زیات کسان نور وژل شوي

عزم( جمعه،۱۵وری ۱۳۹۹):اسپانوي او ایراني چارواکو خپلو هیوادونو کې د تیرو څلورویشتو ساعتونو په موده کې د کرونا ویروس د تلفاتو تازه ارقام په ډاګه کړي دي.

اسپانیا ویلي، له تیرې ورځې راهیسې دغه هیواد کې ۹۳۲کسان د یادې وژونکې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۷۴۷۲تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.
د تازه ارقامو په راتګ سره ددغه هیواد په کچه د ټولو وژل شویو کسانو شمیر ۱۰۹۳۵تنو او د اخته کسانو بیا ۱۱۷۷۱۰ تنو ته رسیدلې ده.

ایران بیا ویلي چې دغه هیواد کې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۱۳۴کسان وژل شوي او ۲۷۱۵تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.
ددغه هیوادد روغتیا وزارت ویلي، تر دې مهاله یې ټول هیواد کې شاوخوا ۵۳۱۸۳تنه پر کرونا اخته او ۳۲۹۴تنه یې له امله وژل شوي؛ چې په دې توګه ایران څلورم هیواد شو چې د کرونا له امله د وژل شویو شمیر یې ددغې ناروغي له اصلي مرجع”چین”څخه پورته کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمیرو له مخې ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله تر دې دمه تر ۵۸زرو تنو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ایټالیا کې( ۱۳۹۱۵)تنه،هسپانیا کې(۱۰۹۳۵)تنه، امریکا کې (۶۰۳۶)تنه فرانسه کې (۵۳۸۷)تنه، چین کې (۳۱۸۷)تنه، ایران کې (۳۲۹۴)تنه، بریتانیا کې(۲۹۲۱)تنه او پاتې کابو ۹ زره کسان د نړۍ نورو ۱۹۰ هیوادونو کې مړه شوي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button