مخابراتو وزارت: له مخابراتي شبکو یې د انټرنېټ بیو د کموالي غوښتنه کړې

عزم(شنبه، ۱۶وری، ۱۳۹۹ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله ټولې ښوونیزې ادارې رخصت دي او ګڼې ادارې پر کرښه«انلاین» بڼه اوس فعالیت کوي؛ خو مخابراتي شبکې لا هم خلکو ته په لوړه بیه انټرنېټ ورکوي.

د یاد وزارت چارسمبالی وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ له اترا ادارې، مخابراتي او انټرېټي شرکتونو سره په ګډه په بېړنیو حالاتو کې محصلینو او زده کوونکو ته د انلاین زده کړو امکاناتو برابرولو ته ژمن دی.

دی وايي، د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو یې یو ځل بیا غوښتي، چې د انټرنېټ بیې کمې کړي، څو زده کوونکي او محصلان په ارزانه بیه انلاین زده کړو ته لاس رسی پیداکړي.

«د پخوا په پرتله په نړیواله کچه د کرونا وایروس له خپرېدو سره سم پر انټرنېټ فشارونه زیات شوي، ځکه خو اړینه ده، روان وضعیت ته په کتو په افغانستان کې د انلاین زده کړو اسانتیاوې په لیکنۍ یا غږیزه بڼه برابرې شي.»

د هاشمي په خبره، که څه هم په افغانستان کې د انټرنېټ اسانتیاوو پراخول او کیفیت لوړول زیات وخت ته اړتیا لري، خو په روان وضعیت کې انلاین زده کړو ته د اړتیا له امله هغو زده کوونکو ته چې انټرنېټ ته لاسرسی لري باید ژر تر ژره دا اسانتیاوې چمتو شي.

اوس‌مهال په هېواد کې انلاین زده کړې له انټرنېټ، راډیو او تلوېزون له لارې ورکول کېږي؛ خو په افغانستان کې د برېښنا ستونزې له امله ډېری خلک تلوېزون ته لاس رسی نه لري او هم د انټرنېټ بیې دومره لوړې دي، چې د ډېرو خلکو ورته وسه نه کېږي.

د کرونا ناروغۍ له امله ټولې ښوونیزې ادارې رخصت دي او یوازې په څو ولایتونو کې زده کوونکو د تلوېزون له لارې د ساینسي مضامینو تدریس وړاندې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: