عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېد

عزم(یکشنبه، ۱۷وری، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۸ نور کسان هم د کرونا په ناروغۍ ککړ شوي، چې ټولیز شمېر یې ۳۳۷ته ورسېد.

د یاد وزارت ویاند وحید مایار وايي، یادې ۳۸پېښې ۱۰ په کابل، ۱۰ په هرات، ۸، په کندهار، ۳ په پکتیا، ۲ په بلخ، ۲ په سمنګان، ۱ په کاپیسا، ۱ په تخار او ۱ پېښه په زابل کې ثبت شوې ده.

د مایار په خبره، په لوګر کې درې تنه په کرونا ناروغۍ ککړ شوي کسان نن روغ شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په افغانستان کې په کرونا ناروغۍ ډېر ککړ شوي کسان په هرات کې ثبت شوي دي او هره ورځ دغه ناروغي هغو ولایتونو ته هم رسېږي، چې تراوسه پکې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه وه.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ناورغۍ څه باندې یو مېلیون کسان اخته شوي، چې ۶۴زره یې وژلي او زرګونه روغ شوي دي.

ایټالیه، هسپانیه او امریکا هغه هېوادونه دي، چې زرګونه کسان پرې ککړ شوي او زرګونه یې وژلي هم دي.

افغان حکومت د کرونا په د مخنیوي په اړه د جدي هڅو خبره کوي؛ خو تراوسه یې عملي ګامونه په نشت حساب دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button