ګډو عسکرو په څو ولایاتو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې

عزم (یکشنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې دولت پلوه عسکرو په اروزګان، زابل، بدخشان او څو نورو ولایتونو کې ملکي وګړو ته درانه مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي.
خبرونه وایي، تیره شپه د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ د ګرم آب په قحط زو سیمه کې د حاجي عبدالکبیر اکا په نوم د یو عام ملکی کس پر کور په داسې حال کې هوایي برید وشو چې هلته د طالبانو هيڅ ډول نظامي تحرکاتو وجود نه درلود.

سرچینې وایي، د دغې بمبارۍ پر مهال ۵ تنه ښځې او ۲ ماشومان شهیدان شوي او د کور د څښتن “حاجي عبدالکبیر اکا” په ګډون ۸ تنه نورې ښځې اوماشومان ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا چې په بمبارۍ کې ټول کور ویجاړ شوی او ۱۵ رأسه مواشي هم له منځه وړل شوي.

بلخوا بیا له زابل ولایت نه راپورونه وایي چې تیره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو په مرخنجک کلي کې د جنازې پر مراسمو داسې مهال بمبار شوی چې هدیرې ته وړل کیده.
ځایي خلک وایي، په بمبار کې ۲ تنه ملکي کسان شهیدان شوي، ګڼ نور ټپیان او د مړي جسد هم ټوټې ټوټې شوی دی.
د ملي دفاع وزارت وایي، دغه بمباري کې یې ۳۰ تنه طالب وسلوال وژلي، خو طالبانو دا ادعا بې اساسه افواه بللې او رد کړې یې ده.

آخوا بیا له بدخشانه ورکړل شوي راپورونه وایي چې تیره ورځ د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ آب راغک او شفچان سیمو کې امریکایي ځواکونو د ملکي خلکو د هستوګنې په سیمو هوایي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ۵ کورونه ویجاړ شوي؛ ۲تنه ښځې، ۲ ماشومان په شهادت رسیدلي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د همدې ولسوالۍ په شهداء ولسوالۍ کې بیا اربکیانو یو کلیوال وګړی په مخامخ ډزو ویشتلی او ځای پر ځای یې وژلی دی.

په همهاله توګه، تیره شپه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند شیخ آباد سیمه کې دولت پلوو عسکرو د ملکي خلکو په کورونو د درنو وسلو په وسیله برید کړی، چې له امله یې د خلیل په نوم یو کلیوال په شهادت رسیدلی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

له پکتیا نه بیا راپورونه وایي چې ددغه ولایت ګرده څیړۍ ولسوالۍ اړوند سروخیلو کلي باندې د ضربتیانو په نوم ځانګړو عسکرو پر ملکي وګړو چاپه وهلې، کورونه یې تالاشي کړي او ۴۰ تنه عام کلیوال یې له ځان سره بیولي دي.

طالبانو دا بریدونه بشرضده جنایات بللي او خبرداری یې ورکړی دی چې «د امریکايي او داخلي ځواکونو لخوا دغه جنایات ترسره کیدل له اسلامي امارت سره د کړې توافقنامې ښکاره نقض دی چې د بدو عواقبو مسئولیت به يې د سرغړونکو په غاړې وي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button