’امریکا یو میلیارد ډالر دولتي ځواکونو ته له ورکول کېدونکي فنډه کموي‘

عزم (دوشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۹): رویټرز د خپلو سرچینو له خولې لیکلي، ټاکل شوې چې د امریکا د کومک یو میلیارد ډالر د کابل حکومت ځواکونو ته له ورکول کېدونکي فنډه کم کړل شي.

اژانس د امریکا د کانګرس د دوو سلاکارانو له خولې لیکلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ویلي چې دا مرسته به د حکومت امنیتي ځواکونو ته له ورکول کېدونکو پيسو کمه کړل شي. امریکا سږ کال د کابل حکومت ځواکونو ته ۴،۲ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.

دولتي سرتېرو او پولیسو ته دا فنډ د هغوی د معاش، خوراک، تېلو، تجهیزاتو او زیربنايي مرستې لپاره ورکول کیږي.

په مرستو کې د کموالي خبرداری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره میاشت ورکړ. پامپیو وویل که اشرف غني او عبدالله خپل اختلافات حل کړي په دې اړه به پر خپل دریځ بیاغور وکړي.

مایک پامپیو نه دي ویلي چې دا مرستې به له کومه کموي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کوي.

د پنټاګان یوه بل چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ټرمپ اداره اوس لا هم غور کوي چې دا مرسته له کومه کمه کړي، خو وايي د امریکا دفاع وزارت له افغان ځواکونو د مرستو پرې کولو په اړه زیاتې اندېښنې لري.

کارپوهان وايي، د کابل حکومت له ځواکونو د امريکايي مرستو کمېدل به د طالبانو پر ضد د دوی پر جګړه او مورال باندې اغېز وکړي او د سولې په خبرو کې به د حکومت لاس کمزوری کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button