د بشري حقونو نړیوالې ادارې د اسلم فاروقي د محاکمې غوښتنه کړې

عزم(چهار‌شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۹ل): د بشري حقونو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د داعش ډلې د نیول شوي مشر اسلم فاروقي د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د یاد سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې ده، چې هغه دې د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو سره سم د قربانیانو او شاهدانو په مخکې عادلانه محاکمه کړي.

د بشري حقونو د کمېسیون څېړونکې اتریشیا ګوسمن وايي، د اسلم فاروقي نیونه افغان حکومت ته یوه موکه ده، چې وښيي دوی د جنګي جنایت قربانیانو او د داعش له‌خوا زیانمن شویو خلکو ته د عدالت زمینه برابرولی شي او که‌نه.

د ګوسمن په خبره« افغانستان د قربانیانو پوره وړی دی چې یو معتبر عدلي مقام د اسلم فاروقي او نور تورن کسان تر تعقیب لاندې ونیسي، که افغانستان وغواړي چې دغه ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي، عدلي تعقیب ضروري دی.»

روانه اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ، چې د افغانستان لپاره د داعش ډلې مشر اسلم فاروقي یې په کندهار ولایت کې نیولی دی.

اسلم فاروقي اصلي نوم عبدالله اورکزی دی او د ۲۰۱۹ز کال په جولای میاشت کې د عمر خراساني ځای ناستی ټاکل شوی و.

داعش له پیله تراوسه له امریکا او حکومت سره مخامخ جګړه نه ده کړې، بلکې ډېری وخت یې د هزاره‌ګانو غونډې، امام بارګاوې او ځینې ملکي ادارې په نښه کړي دي او یا یې له طالبانو سره مخامخ جګړې کړي دي.

نږدې دوه کاله وړاندې افغان حکومت په فاریاب کې د داعش ۲۰۰محاصره جنګیالي په الوتکو کې پورته کړل، چې ترننه یې د مرګ‌ او ژوند په اړه څه نه ویل کېږي.

تېر کال طالبانو په ننګرهار او کونړ کې د داعش ټغر ورټول کړ، خو مشر يې په کندهار کې ونیول شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button