پاکستان: افغان سوداګر اوونۍ کې درې ورځې افغانستان ته تجارتي مالونه رسولای شي

عزم (چهارشنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۹): پاکستان وایي، د افغان سوداګرو هغو موټرو او کانتینرونو ته چې په سوداګریزو توکو بار ولاړ دي اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولاړ شي.

دغه هیواد ویلي، افغان سوداګر د اپریل له لسمې نیټې څخه په اونۍ کې درې ورځې (دوشنبه، چهار شنبه او جمعه) اجازه لري چې له سپین بولدک او تورخم ترانزیټي لارو خپل سوداګریز توکي افغان بازارونو ته ورسوي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل د پاکستان له دې پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې حساسو مراحلو کې چې نړۍ له کرونا سره لاس او ګریوان ده، مونږ د پاکستان ددې اقدام ستاینه کوو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button