د کابل ادارې عسکر؛ ملت ساتونکي که ملت وژونکي؟

عنایت الله خاموش
له کله چې پر افغانستان امریکا او متحدینو یې نظامي یرغل وکړ او ورسره سم یې هغه افغانان چې په ټولنه کې منفور او کوڅه ډب بلل کېدل، د خدای وطن، وظیفه تر شعار لاندې، د افغان ملت د وژلو لپاره د پیسو په مقابل کې جذب کړل او پر افغان ملت یې مسلط کړل؛ تر اوسه ترې د افغان ملت د وژلو لپاره د وطن ساتنې په نامه او پلمه کار اخلي.
دغه عسکر چې په هره بد فعلي کې ساری نه لري، له همغه لومړیو څخه د افغان ملت پر وژلو او ځورولو بوخت دي او هره ورځ د همدغو عسکرو له لوري سلګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او سلګونه نور یې شکنجه او زندانونو ته لیږدول کیږي.
دوی لومړی هم او اوس هم؛ هغه مهال چې مجاهدین راشي او د دوی پر پوستو او قرارګاوو برید وکړي، دوی یې په مقابل کې د خپلو ټوپکو خولې عامه ځایونو لور ته سمې کړي او له ښځو او ماشومانو ډک کورونه په ډزو ولي او بمباردوي یې او د خپلو وژل شویو ملګرو او بادارانو غچ له همدغه بې دفاع ملت څخه اخلي.
ایا دغه عسکر چې هره ورځ په رسنیو کې اعلانونه خپروي او وايي چې موږ د افغانستان ساتنه کوو او له پردیو څخه یې ساتو؛ تر اوسه یې د کوم بهرني یرغلګر په وړاندي غبرګون ښودلی؟ ایا تر اوسه یې د هغه توغندیو ځواب ویلی چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د کونړ پر ملتونو توغول کیږي؟ ایا تر اوسه یې سلګونه کلیو متره مربع افغان خاوره د پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو په واک کي نه ده ورکړې؟ ایا دوی تر اوسه د افغانستان د حقیقي دښمنانو په مقابل کې غبرګون ښوولی؟ ایا د دوی مسؤولیت د خلکو ساتل دي او که وژل؟ او…؟
څرګنده ده؛ همدغه عسکر چې ځانونه د نجات فرشتې معرفي کوي، هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان وژني، شکنجه کوي، شکوي او زندانونو ته یې د طالب او د طالب د طرفدار په نامه لیږدوي.
دوی له لومړیو څخه د امریکا له لوري په دې روحیه روزل شوي چې ستاسو په مقابل کې چې له هره ځایه انداخت وشو، همغه ځای ټول د ورانولو دی او باید چې همغه سیمه تر شدیدو ګذارونو لاندې ونیول شي. دوی ته د افغانستان ساتنه یو شعار پاتې شوی او په حقیقت کې د افغان ملت او اسلامیت حقیقي دښمنان همدوی دي. ځکه د پردیو په اشاره د څو زره میاشتني معاش په مقابل کې په امریکايي وسلو، خپل افغانان وژني او ظلم پرې کوي. دوی هره ورځ خپلو بادارانو ته د څو پیسو په مقابل کي ناسم راپورونه ورکوي او هغوی هم پر بې دفاع ملکیانو ړندې بمبارۍ کوي او له کبله یې سلګونه بې دفاع هېوادوال شهیدانیږي.
نو اوس تاسو ووایاست او په حقیقي ډول قضاوت وکړئ، چې دغه د کابل ادارې عسکر چې بنسټ یې امریکا ایښی، روزنه یې هغوی کوي، معاش او امکانات هغوی ورته برابروي او د هغوی په امر جګړې کوي، د افغانانو حقیقي دښمنان دي او که ساتونکي؟!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button