د تورخم او سپین بولدک له لارو به پر خوراکي توکو بار ۱۰کانتینر افغانستان ته وارد شي

عزم (جمعه، ۲۲وری، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې پاکستان اعلان وکړ چې له افغانستان سر خپلې ترانزیټي لارې پرانیزي، تازه د ننګرهار ځایي چارواکو خبر ورکړی چې د تورخم لار د ټرانزیټي توکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه په یوې خبرپاڼه کې وايي، کابو ۱۰ زره کانټينره خوراکي توکي به افغانستان ته ولېږدول شي.
چارواکي وایي، پاکستان اجازه ورکړې چې د سپین بولدک او تورخم لارې به تر دې وروسته ، اوونۍ کې درې ورځې( دوشنبه، چهارشنبه او جمعه ) د ټرانزیټي توکو پر مخ پرانیستې وي.

د یادونې وړ ده چې دغه دواړې ترانزیټي لارې له ۲۵ ورځو رهیسې تړلې وې چې، څو ورځې وړاندې یې د کابل حکومت او اسلام آباد د چارواکو ترمنځ د مخامخ اړیکو په بنسټ د پرانیستل کېدو پریکړه وشوه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button