طالبان وایي د میدان وردګ مسئول یې روغ جوړ ده هیڅ زیان ورته نده رسیدلی

عزم(شنبه، ۲۳ وری ۱۳۹۹): حکومت ادعا کړې چې د میدان وردګو لپاره یې د طالبانو والي په یوه برید کې وژلی دی، خو طالبان د کابل ادارې دغه ادعا بې اساسه او له حقیقت لرې بولي.

طالبانو ویلي چې د میدان وردګو والي یې روغ جوړ دی او همدا مهال په خپلو فعالیتونو مصروف دی.

په ورته وخت کې د سیمې خلک هم وایي چې افغان ځواکونو په سیمه کې د یو ختم مراسم بمبار کړي او ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې هیڅ طالب پکې نه وژل شوی او نه ټپي ده.

بلخوا بیا د جوزجان په خمآب او نسي ولسوالیو کې دولتي ځواکونو ادعا کړې چې عملیات یې کړي او ډیر پرمختګ یې کړی دی، خو طالبان یې بیا دا ادعاوې ردوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې «د جوزجان په خمآب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د پرمختګ او د بدخشان په وردوج او نسي ولسوالیو کې مجاهدینو ته د تلفاتو ادعاوې حقیقت نه لري.»

مجاهد وړاندې ویلي چې په بدخشان کې يې ملکي هیوادوال شهیدان کړي او کورونه يې نړولي، په خمآب کې بیا د دولتي ځواکونو تعرضونه پرشا وتمبول شول او له تلفاتو سره وتښتیدل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button