حزب اسلامي: د امریکایانو لخوا د ګډحکومت جوړول نه منو

عزم (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹):د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې به یوه اعلاميه کې د هیواد پر روان سیاسي وضعیت، سوله او نورو مسایلو اعلامیه خپره کړې او هیواد کې د روان خونړي وضعیت مسؤل یې امریکایي چارواکي بللي دي.
حزب اسلامي ویلي، امريكا د ارگ او سپېدار تر منځ؛ د مصالحې تر نامه لاندي د اقتدار د وېش هڅي كوي؛ په داسي حال كي چي دوى بايد د جگړې د ختمولو هڅه كړې وى،« ارگ ته ئې ويلي وى چي د حزب اسلامي او طالبانو بنديان آزاد كړي، د ټولو اغېزمنو لوريو په مشوره او توافق د سولي عالي شورى جوړه كړي، د مذاكرې هيئت جوړ او بين الافغاني مذاكرات پيل كړي او د سولي په وړاندي ټول پراته خنډونه له منځه يوسي!! »
د حکمتیار ډلې خبرداری ورکړی چې د اقتدار د وېش معامله نه يوازي په دې بد وضعيت كي يوه غيراصولي، د قانون او د ملت د ارادې خلاف لوبه گڼي؛ بلكي تل ئې مخالفت كوي او په وینا یې چې ،«دا د ملت حق دئ چي د خپل زعامت په اړه وروستۍ پرېكړه وكړي، د اقتدار په دائره كي د هر چا او هري ډلي موقعيت او مقام بايد د ملت له لوري او د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لاري وټاكل شي، نه دا چي بهرنيان؛ تر يوه او بل نامه او بهانې لاندي؛ د اقتدار د وېش پرېكړه وكړي او فرمان صادر كړي چي څوك بايد چېري ودرېږي او د اقتدار كومه برخه ترلاسه كړي!! دا د افغان سرلوړي ولس او د هغوى د آزادي ارادې سپكاوى او تحقير دئ، له آزاد قوم سره نه ښايي؛ يوازي له غلامانو سره ښايي!»

اسلامي حزب ویلي چې بهرني ځواكونه له وتلو پرته بل بديل او انتخاب نه لري، په راتلونكو څو مياشتو كي به حتماً پر يوه نوي حكومت توافق كېږي او دا چې« دولت او په دولت كي شامل او ترې بهر سياسي گوندونه بايد خپل دريځونه توحيد كړي او له واحد دريځ او معقولي طرحي سره په بين الافغاني مذاكراتو كي برخه واخلي،»

د حکمتیار ډله وایي چې نورو لوريو ته یې وړانديز كړی چي اوسنى حكومت دي تر هغه پاته وي چي د مذاكراتو په ترڅ كي پر بل حكومت توافق وشي او
زیاته کړې یې ده چې «باید څلور مجموعې (دولت ساز، سوله او اسلامي عدالت، ثبات او همپالنه او د مخكني جمهور رئيس ښاغلي حامد كرزي او محمد حنيف اتمر مجموعه) دي؛ پر داسي شورى توافق وكړي چي په همدې مودې كي به د سولي په شمول د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط د تصميم او پرېكړي وروستۍ مرجع وي، پرېكړي به ئې په اجماع او اتفاق سره وي او هېڅوك به ئې د ويتو كولو حق نه لري»

د حکمتیار ډلې ویلي چې له ارګ پرته دوی درې واړو ټیمونو پردغه شورا توافق کړی او په خبره یې چې « هيله مو دا ده چي په دې حساس پړاو كي هېڅ لورى داسي دريځ او تگلاره غوره نه كړي چي د بحران د مزيد تشديد باعث شي، د كرسيو پر سر نزاع؛ ډېره بدرنگه لوبه ده؛ هغه هم په داسي حال كي چي د دې حكومت د دوام په اړه هېڅ تضمين نشته؛ د امريكا او طالبانو تر منځ په معاهدې كي هم په څرگندو الفاظو د نوي حكومت يادونه شوې»
حزب اسلامي ویلي، بهرنیو ځواكونو او مرستو د افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو پرته بله هېڅ نتيجه نه درلوده، «هر شريف او خپل ‌هېواد او ولس ته ژمن افغان بايد د جگړې او د هغې د عواملو د پاى ته رسېدو تمنا وكړي او د اشغالگرو ځواكونو د وتلو هره پرېكړه او پيغام ئې بايد د خوښي باعث شي نه د خفگان او اندېښنې باعث!»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button