نمک حرامه څوک دی؟

 

عبدالرقيب رقيب

د ننګرهار پوهنتون یو محصل په کابلي نظام رد وکړ، یو بل ورته ولیکل : « ای نمک حرامه! لوبیا د همدې نظام خورې او طرف د نورو نیسې!».
دا ډول خلکو ته باید وویل شي: هغه ذات چې لوبیا یې پیدا کړې ده، شنه کړې یې ده، لمر یې ورباندي را پورته کړی او اوبه یې ورباندي نازلې کړې دي، ځمکه یې ورته فرش کړې او باد یې ورته مقرر کړی دی..
تاته یې لاسونه او پښې درکړې دي چې لوبیا ورباندي وپالې، غاښونه یې درکړې چې ورباندي حل یې کړې، ژبه یې درکړې ده چې ورنه خوند واخلې، معده یې درکړې ده چې ورباندي هضم یې کړې او تقویه ورنه واخلې، نور به پسي نه ځو!
دا هرڅه یې درکړي دي تاسي د همدې ذات نمکحرامي کوئ او د دې فرمان سره یې په جنګ یاست «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ». خو بیا ځانونه انصافګر هم ګڼئ!!
نمرود چې د خدایې دعوه یې کړې وه هم په دې قائل شو چې لمر د الله مخلوق او د الله په کنترول کې دی، تاسي خو ځانونه مؤمنان ګڼئ!
خو بیا هم د همدې ټولو احساناتو درکوونکي په خلاف د همدې ذات له دښمن سره ترڅنګ ولاړ یاست او ځانونه انصافګر هم درته ښکاري !
دا ستاسي د لوبیا نظام د ټول جهان د نظام د چلوونکي د دښمن د لاس ډالۍ ده، هغه ډالۍ چې د فرشي بمونو او بي ۵۲ په وسیله یې در باندي تپلی دی
ستا او د لوبیا او د ټول جهان خالق فرمایې : واعتصموا بحبل الله جمیعًا ولا تفرقوا. ټول په یو غږ د الله په رسۍ (قران) بنګولې ولګوئ او سره بیلیږئ مه!
خو تاسي په دې پلمه چې هلته مساوات نشته قران شاته کړې ده او د الله د دښمن د موربمونو په زور تپل شوی نظام مو منلی دی، له خپلو مؤمنو وروڼو، هیوادوالو بیل شوي او د سرو لښکرو په صف ګډ شوي یاست
تاسي د اقتصاد په لالچ قراني حدود مات کړي او د حقوقو په پلمه مو الهي ارشادات د امریکایانو په پښو کې اچولی دي!!
او بیا د نمک حرامي ټاپې په نورو لګوۍ!
خدای درکړي عقلونه او وجدانونه مو ښه للو کړي دي همداسي ویده اوسئ د حساب ورځ را روانه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: