طالبان: تیره میاشت ۷۶۰ دولتي منسوبین راته تسلیم شوي

عزم (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې تیره میلادي میاشت مارچ کې په سلګونو دولتي منسوبین ورسره یوځای شوي دي.

د طالبانو اړوند د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون ویلي، د دوی په هڅو افغانستان په مختلفو ولایاتو کې شاوخوا  ۷۶۰ تنه چي دکابل حکومت اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په دندو بوخت وو؛ د حقایقو په درک کولو د دغه رژیم څخه د مختلفه النوعه وسلو، مخابرو، وسایطو او یو زیات شمېر مهماتو سره یوځای راوتلي او دوی ته یې ځانونه تسلیم کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، «د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شویو هیوادوالو وعده وکړه چي نور به دخپل دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، تر څو لوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږ له ویاړلې خاوري څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښي یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي ټول افغانان پرې راټول شي.»

طالبان وایي چې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی همدا نیک اقدام یې زیات وستایه.

د یادونې وړ ده چې هره میاشت په سلګونو امنیتي قواوې او دولتي کارمندان د طالبانو له لیکو سره یوځای کیږي او طالبان یې تر تود هرکلي وروسته د تضمین لیکونو په ورکولو سره خپل عادي ژوند ته سوق کوي.

باید وویل شي چې طالبان هره میاشت د یوځای شویو دولتي منسوبینو  ټولییز راپور په پي ډي ایف بڼه پر خپله ویبپاڼه او نورو آدرسونو خپروي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button