انځورونه: ویتنام کې د ”وریجو اې ټي ایم“ ماشینونه

عزم (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹): په ویتنام کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د لګول شویو محدودیتونو پر مهال اړمنو خلکو ته د خوړو برابرولو لپاره د ”وریجو اې ټي ایم“ ماشینونه نصب کړل شوي دي.

دا ماشینونه لومړی د ویتنام په Ho Chi Minh ښار کې نصب شول، او اړمنو خلکو ته په خپلکاره ډول ۱،۵ کیلو وریجې ورکوي.

یوه مېرمن وايي، ”دا د وریجو ATM ګټمن دی. په دې یوه بسته وریجو موږ یوه ورځ ګوزاره کولای شو“.

د ویتنام د رسمي دولتي اژانس د خبر له مخې، په هانوی، هوي او ډاننګ ښارونو کې هم دا ډول ماشینونه نصب کړل شوي دي.

په ویتنام کې دمګړی د کورونا ویروس شاوخوا ۲۶۲ پيښې ثبت شوې دي.

vnexplorer

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button