مجاهد: بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول تمرکز پر ملي منافعو وي

عزم (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۹):د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه د پیام افغان تلویزیوني چینل سره مرکه کې د هیواد د روان وضعیت، سولې او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې.

مجاهد د حکومت لخوا د مرکچي ټیم د مشر په توګه د معصوم ستانکزي انتخاب ښه غواروی وباله او ویې ویل چې نوموړی د خبرو اترو لپاره مناسب شخص دی.
مجاهد وویل، راتلونکي نظام کې باید ټول اقشار خپل ځان وویني او په وینا یې چې مونږ چا ته اجازه نه ورکوو چې هیواد کې بیا کورنۍ جګړه پیل کړي.

نوموړي وویل، باید د بیرغ مسئله د جګړې لامل ونه ګرځي،« بیرغ کې بدلون راتلی شي، د هیواد ملي منافع مهم دي باید په مهمو اهدافو تمرکز وشي. »

ذبیح الله مجاهد یوځل بیا ټینګار وکړ چې ښځو ته د تعلیم اجازه ورکوي، خو په اسلامي لباس او د شرعي اوصولو په رڼا کې.

هغه زیاته کړه، افغانان سولې او ارامۍ ته اړتیا لري، باید یو پر بل تورونه ونه لګوو او دا چې تیري ترخې تجربې به نه تکرایږي او د بي بندباري مخه به نیول کیژي

مجاهد ادعا وکړه چې لا هم منظم قطعات لري چې کولای شي، په یوه وخت کې هر ولایت ته سقوط ورکړي.
هغه زیاته کړه، له امریکایانو یې غوښتي دي چې له هرې سیمې چې ځواکونه باسي د ثبوت لپاره ورسره سره معلومات او عکسونه شریک کړي.

نوموړي پر دوی د ګاونډیو هیوادونو اغیز ته په اشارې سره وویل چې، امریکا هم اوس پر دې پوه شوې د پاکستان په شمول هیڅوک پر طالبانو اغیز نه لري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button