افغانستان او نړۍ کې د کرونا ویروس د تلفاتو تازه جزئیات

عزم (چهارشنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۹):کرونا”کویدو ۱۹”ساري ناروغي لا هم د نړۍ په لر او بر کې په خورا خوځښت سره پرمختګ کوي چې افغانستان هم په دې مرګونې وبا د اخته هیوادونو ډله کې راځي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن یوځل بیا په خورا ټینګار سره له خلکو وغوښتل چې کورونو کې پاتې شي او له دې مرګونې ناروغۍ ځانونه وساتي.
نوموړي وویل، «افغانانو! زارۍ درته کووم چې له کورونو مه راوځئ، چې په دې وژونکې ناروغي اخته کیږئ»
د روغتیا وزارت د تازه شمیرو پر اساس هیواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر(۷۸۴) تنو ته ورسید.
ددغه ارقامو له مخې نن ورځ په کابل کې ۳۱،هرات کې ۲۲،کندهار کې۳،غزنی کې۳،میدان وردګ کې۲،کونر کې ۲،ننگرهار کې۲،نیمروز کې ۲،فاریاب کې۱،ارزگان کې ۱ او بغلان کې هم یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

په همدې حال کې راپورونه وایي چې افغانستان کې په کرونا ناروغۍ اخته یو بل ډاکټر هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبرونو ترمخه، دغه ډاکټر اقبال عمري نومیږي چې د کابل ښار په شینو زاده روغتون کې د جراحي د برخې متخصص و او په افغان جاپان روغتون کې د کرونا له امله وفات شوی دی.
تر دې وړاندې افغانستان کې د کرونا له امله دوو تنو نورو ډاکټرانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

بلخوا بیا لویدیځې رسنۍ خبر ورکوي چې امریکا، بریتانیا او آسپانیا کې لا هم د کرونا ویروس څپې د پخوا په څیر په سرعت سره پرمختګ کوي، خو په ایران او یو شمیر نورو هیوادونو کې بیا دا لړۍ یوڅه کنترول شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمیرو له مخې ټوله نړۍ کې تر دې دمه (۱۲۷،۸۵۹)تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې امریکا کې (۲۶،۷۴۱)تنه ،ایټالیا کې(۲۱،۰۶۷)تنه، هسپانیا کې(۱۸،۲۵۵)تنه،فرانسه کې (۱۵،۷۲۹)تنه ،بریتانیا کې (۱۲،۱۰۷)تنه،ایران کې (۴،۶۸۳)تنه،بلجیم کې (۴،۴۴۰)تنه،جرمني کې (۳،۴۹۵)تنه او پاتې کابو شل زره کسان د نړۍ نورو ۱۹۰ هیوادونو کې د یادې وژونکې ناروغي له امله مړه شوي.
د دغه سازمان راپور وایي چې نړۍ کې تر دې مهاله تر ۲ میلیونه زیات کسان پر دې اخته دي، چې غوڅ اکثریت یې امریکا کې دي، په داسې حال کې چې ډیری شنونکي او کارپوهان بیا دا شمیرې مبالغه او د پټې مرموزې دسیسې پیلامه بولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: