سلام مخابراتي شبکې په کابل کې د «4G» خدمتونه پیل کړل

عزم(پنجشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۹ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له سلام مخابراتي شبکې سره یې په ګډه د کابل په ځینو برخو کې د «4G» خدمتونه پیل کړل او په راتلونکي کې به دغه چاره د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د مخابراتو چارسمبالی وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، په هېواد کې د سلام انټرنټېټ خدمتونو 4G کېدل لویه لاسته راوړنه ده «دغه خدمتونه به دم ګړۍ د کابل په پنځلسو مخابراتي سایټونو کې د ګټې اخیستنې وړ وي او په تدریجي ډول به د هېواد ټولو سیمو ته وغځېږي.»

د افغان ټلیکام شرکت مرستیال شریفي وايي، د سلام انټرنېټ خدمتونو 4G کېدل د دغه شرکت انټرنېټ خدمتونو په چټکتیا کې اغېزمن دي او دغه شرکت په هر راز ستونزمنو شرایطو کې د هېوادوالو ملاتړ ته تیار دی.

د سلام مخابراتي شرکت رئیس بشر نیازي وايي، دغه خدمتونه به اوس مهال د کابل په پنځلسو لویدیځو سایټونو لکه: باغ رئیس، کارته چهار، پل سرخ قلعه وزیر سیمه، د کابل طبي پوهنتون سیمه، سر کارېز قلعه شاده صداقت کوڅه، د قلعه وزیر کوڅه، علاوالدین درې لارې، کارته سه خاتم النبیین جومات سیمه، پل سرخ د مزاري څلورلارې، دهمزنګ پست خونه، دهبوري نورین تلوېزیون کوڅه، د ملي بس تصدۍ تمځای، دهبوري پل وحدت، د پنځمې ناحیې خوشحال خان ب سیمه او قلعه شاده هغه سیمې یادې کړې چې په وینا یې له دې وروسته به سلام 4G انټرنېټ خدمتونه پکې د لاسرسي وړ وي.

د نیازي په خبره، په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار پنځوس نور مخابراتي سایټونه هم له 4G انټرنېټ خدمتونو څخه برخمن شي او دغه خدمتونه به په ترتیب سره ټول هېواد ته پراخ شي.

له دې وړاندې افغان بیسیم او ایم‌ټي‌این هم د «4G» خدمتونه وړاندې کړي وو؛ خو کاروونکي یې وايي، چې تېزوالي کې یې هېڅ بدلون نه دی راغلی او یوازې د «4G» خدمتونو په وړاندې کولو سره د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي.

سلام دولتي مخابراتي شبکه ده، چې د نورو شبکو په پرتله په ټیټه بیه انټرنېټ وړاندې کوي، خو د هېواد په ډېرو کمو سیمو کې کار کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button