پکتیا: د افغان ځواکونو د هاوانونو برید کې ۲میرمنې، ۱یو ماشوم وژل شوي

عزم (پنجشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند فخري سیمه کې د هاوانونو بریدونو کې ملکی وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.

ځایي خلکو او سیمیزو طالب مسؤلینو عزم ویبپاڼې ته ویلي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو سیمه کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو له درنو وسلو کار اخیستی او یو هاوان پر یوه کور لګیدلی چې په ترڅ کې یې ۲تنه میرمنې او یو ماشوم شهیدان، او یوه مېرمن، یوه انجلۍ او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

د سیمیزو خلکو په وینا چې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

بلخوا بیا د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، برید طالبانو کړی او هاوانونه د هغوی لخوا پر کورونو توغول شوي دي، هغه ادعا چې د سیمې خلک او طالبان یې ردوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: