غور، بادغیس اولوګر کې په لسګونو تنه دولتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي

عزم (جمعه، ۲۹وری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د غور ولایت په شهرک، د بادغیس په مقر او د لوګر په محد آغه ولسوالۍ کې ګڼ شمیر دولتي سرتيري د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

خبرزیاتوي، تیره شپه دغور ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند د “دهن مرغه” په سیمه کې دحاجي محسن په سرمشري کې ۴۰ تنه سیمیز پولیس”اربکیان” له خپلو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبان وایي، ورغلو سرتیرو ته یې تود هرکلی ویلی اودا یې ددین او هیواد په ګټه کار بللی دی.

طالبانو ویلي، یادو عسکرو کلکه ژمنه کړي چې نور به هیڅکله د کابل حکومت ادارې لیکو ته ورنه شي بلکه ترخپل وس پوري به د دوی”طالبانو” همکارۍ ته دوام ورکوي.

له یاد ولایت نه په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن ماسپښین مهال د همدې”شهرک”ولسوالۍ اړوند د “سرملمنج “سیمه کې ۳تنه اربکیان له ۳ میله کلاشینکوفونو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي او هغوی یې تود هرکلی کړی دی.

بلخوا بیا له لوګر ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۴ تنه پولیس او د ملي اردو عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
طالبانو د یوځای شویو عسکرو نومونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې د هغوی دروند هرکلی یې کړی دی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې دبادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن سهار ۴تنه سیمیز پولیس”اربکیان”د طالبانو دجلب اوجذب کمېسیون په هڅو له دولتي لیکو راوتلي او طالبانو ته له تسلیمۍ وروسته عادي ژوند ته سوق شوي دي.

طالبان وایي، یوځای شویو اربکیانو ورسره کلکه ژمنه کړي چې نور به هیڅکله د دولت امنیتي لیکوته ورنه شي.
تر اوسه د یادو ولایتونو سیمیزو مسؤلینو او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ډلو ډلو د دولت امنیتي سرتیري هڅه کوي، له دولتي لیکو راجلا او له طالبانو سره یوځای شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button