د کرهنې وزارت: سږ کال هیواد کې ۵.۱ ملیون ټنه غنم تولیدیږي

عزم(شنبه، ۳۰ وری ۱۳۹۹): د کرهنې او مالداری وزارت ویلي چې سږ کال به په هیواد کې له ۵.۱ ملیون ټنه غنمو څخه زیات غنم تولیدیږي.

د یاد وزارت له لوري ویل شوي چې افغانستان د کال ۶.۵ ملیونه مټریک ټنه غنمو ته ضرورت لري، چې د دغې پیش بیني له مخې به افغانستان راتلونکي کال کې یواځې ۱.۴ ملیونه مټریک ټنه غنمو ته له نورو هیوادونو د راواردولو ضرورت وي.

د کرهنې او مالداری وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي چې د غنمو زیاته برخه سږ کال د هیواد په جنوبي ولایاتوخاصکر هلمند ولایت کې کرل شوي دي.
د هغه په خبره چې دولت اراده لري سږ کال له دهقانانو څخه زیات غنم وپیري، تر څو د ضرورت پر وخت ترې ګټه واخلي.

نوموړي ویلي چې دمګړی د کرهنې وزارت په ذخیرو کې دا مهال یواځې ۲۴زره میټریک ټنه غنم موجود دي چې د هند مرسته شوي ۷۵زره مټریک ټنه غنم به هم د دغه وزارت په ذخیرو کې کیښودل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button