’افغان سیکانو امریکا ته د کډه کېدو غوښتنه کړې‘

عزم (یکشنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۹): امریکایۍ وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د اپرېل په ۱۸مه لیکلي چې په افغانستان کې پاتې هندوانو او سیکانو امریکا ته د کډوالۍ لپاره له دې هېواده مرسته غوښتې ده.

دمګړی شاوخوا ۶۵۰ سیکان او افغانستان په افغانستان کې شته.

 دوی دا غوښتنه وروسته تر هغه کوي چې تېره میاشت په کابل کې د سیکانو پر یوه درمسال باندې د داعش ډلې په برید کې ۲۵ کسان ووژل شول.

د سیکانو د ټولنې یوه مشر وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی، او نور دلته ژوند ورته ممکن نه دی.

 یوه بل سیک مشر بیا ویلي چې له افغانستان د امریکایانو تر وتلو وروسته به د دوی لپاره دلته ژوند کول ”ناممکن“ شي. ”زموږ د ټولو ختمېدل به د لږ وخت خبره وي. موږ د مهاجرینو منزلت او دلته په یوه امریکايي بېس کې ساتل کېدل غواړو. ژر یې غواړو“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: