د روژې مياشتې فضائل – دوهمه برخه

۴ – په روژه کې د دغه امت لپاره پنځه انعامونه:
څلورم فضيلت د رمضان المبارک دا دی چې الله تعالی په دغه مياشت کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم امت ته داسې پنځه انعامونه ورکړي دي چې تر دې مخکې هيڅ يو امت ته نه دي ورکړل شوي.
ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: اعطيت امتی خمس خصال في رمضان لم تعطهن امة قبلهم: خلوف فم الصائم اطيب عند الله…
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: زما امت ته د روژې په مياشت کې پنځه داسې انعامونه ورکړل شوي دي چې مخکنيو امتونو ته نه دي ورکړل شوي.
– د روژه نيوونکي د خولې بوی الله تعالی ته د مشک له بوی څخه هم زيات خوشبويه دی.
– د روژې تر ماتولو پورې ماهيان د هغه لپاره د مغفرت غوښتنه کوي.
– الله تعالی هره ورځ خپل جنت ښايسته کوي او بيا ورته وفرمايي: نژدې دی چې زما نېک بندګان د دنيا مشقتونه له ځان څخه لرې کړي او تا ته راوګرځي.
– په دغه مياشت کې سرکښ شيطانان تړل کيږي، نو هغه څه ته چې مخکې به دوی ورتلی شول، اوس نه شي ورخلاصېدای.
– د روژې په اخيري شپه کې روژه نيوونکو ته ګناهونه وربښل کيږي، صحابه کرامو رضي الله عنهم عرض وکړ، ای د الله رسوله! ايا دغه د مغفرت شپه د قدر شپه ده؟ نبي عليه السلام وفرمايل: نه، مزدور چې کله کار خلاص کړي نو بدله يې ورکول کيږي.

۵ – روژه د رحمت د نزول او د دعا د قبلېدو مياشت ده
پنځم فضيت يې دا دی چې په دغه مياشت کې د نورو هغو په نسبت دعا ښه قبليږي او الله تعالی پر خپلو بندګانو رحمتونه نازلوي.
عباده بن صامت رضي الله عنه څخه روايت دی، دی وايي چې روژه رانژدې شوې وه، رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: اتا کم رمضان شهر برکة يغشاکم الله فيه فينزل الرحمة ويحط الخطايا…
رواه الطبراني
ژباړه: د روژې مياشت راغله، چې ډېره د برکت مياشت ده، په دې کې الله تعالی په خپل رحمت سره پر تاسې چاپېره کيږي، رحمت درباندې نازلوي، ګناهونه مو دربښي او دعاوې مو قبلوي. په دې مياشت کې ستاسو تنافس ( د خير په کارونو کې يو له بل څخه واړندې کېدلو) ته ګوري او په تاسې سره ملائکو ته فخر کوي، نو تاسې الله تعالی ته د خپلو ځانو څخه عبادت، نيکي او ښه اخلاق ورښکاره کړئ، بدبخته هغه څوک دی چې په دغه مياشت کې هم دی د الله تعالی له رحمت څخه بې برخې پاتې شي.
۶ – رمضان المبارک د ګناهونو د بښنې مياشت ده
د روژې شپږم فضيلت دا دی چې په دغه مياشت کې ګناهونه بښل کيږي او دغه مياشت د مسلمانانو لپاره لا ډېر ښه فرصت دی چې توبه وباسي.
له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: من صام رمضان ايماناً واحتساباً غُفِر له ما تقدم من ذنبه ومن قام رمضان ايماناً واحتساباً غُفِر له ما تقدم من ذنبه. متفق عليه
ژباړه: چا چې د رمضان مياشتې روژه ونيوله د ايمان او ثواب له يقين سره، د هغه ټول مخکني ګناهونه بښل کيږي او چا چې د روژې په مياشت کې قيام ( د شپې لمنځونه، تراويڅ، ذکر او عبادت) وکړ، د ايمان او ثواب له يقين سره، نو د هغه ټول مخکني ګناهونه بښل کيږي.
خو دا هر څه په هغه صورت کې چې روژه حقيقي روژه وي.
علماء فرمايي چې روژې سره شپږ شيان تړلي دي:
۱ – بايد د سترګو حفاظت وشي او له هر هغه څه نه وساتل شي چې کتل ورته ناروا وي.
۲ – د غوږونو حفاظت بايد وشي او له ټولو نارواوو وساتل شي، لکه غيبت، ساز او سرود او…
۳ – د ژبې حفاظت؛ بايد له دروغ ويلو، غيبت کولو، ښکنځل کولو او بې معنی او بېکاره خبرو څخه ځان وساتل شي.
۴ – ټول بدن بايد له ناوړه چارو وساتل شي، په لاس سره بايد غلا او ظلم څخه ځان وساتو، د پښو ساتنه دا ده چې له ناوړه او د ګناه ځای ته له ورتګ څخه ډډه وکړو.
۵ – د حرامې غذا څخه ځان ساتل او که خواړه حلال وي، نو بيا هم ښه دا ده چې خوراک کم وشي تر څو د روژې له رښتيني حالت څخه خبر شو او د روژې انوار او برکات راته حاصل شي.
۶ – له دې هر څه سره سره بايد له الله تعالی وېره وشي، چې روژه به يې قبوله شي که نه، کېدای شي کومه غلطي راڅخه شوې وي، مګر له دې وېرې او توبې سره سره بايد الله تعالی ته اميد ولرو. ځکه نا امېدي د بدبختو خلکو کار دی.
مفسرين ليکي چې په (کتب عليکم الصيام) کې د انسان پر هره عضو باندې روژه فرض شوې ده. هغه داسې چې د ژبې روژه دا ده چې درواغ ويلو او غيبت کولو څخه ډډه وشي، د غوږو روژه دا ده چې ناروا شيان پرې وانه ورېدل شي، د سترګو روژه دا ده چې د ناروا شيانو له ليدلو ډډه وشي، د نفس روژه دا ده چې له نفسي خواهشاتو څخه ځان وساتل شي او د زړه روژه د دنيا د محبت ترک کول دي.
مأخذ: (د روژې فضائل او احکام)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: