نورستان کې د پوهنتون جوړېدو طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې ده

عزم(دوشنبه، ۰۱غويي، ۱۳۹۹ل): د لوړو زده کړو وزارت وايي، په نورستان کې د لوړو زده کړو د موسسې د جوړولو طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې ده او چارې به یې هم ډېر پیل شي.

د لوړو زده کړو چارسمبالی وزیر عبدالتواب بالاکرزی وايي، په نورستان کې د لوړو زده کړو د موسسې طرحه د کابینې ناستې ته وړاندې شوې وه، چې د ناستې د ټولو غړو له لوري تایید شوه.«د نورستان لوړو زده کړو موسسې د جوړولو په اړوند د حکومت د لارښوونې په اساس د یادې موسسې د جوړولو ټول قانوني مراحل د لوړو زده کړو وزارت له لوري بشپړ شوي دي او د پای ټکی یې د مُلکي لوړو زده کړو قانون مطابق د کابینې د ناستې تایید دی.»

د بالاکرزي په خبره، لوړو زده کړو وزارت د یادې موسسې تشکیل چمتو کړی دی او د تاسیساتو په برخه کې، د نورستان ولایت مقام د نورستان په ه ولایت کې دوه موجودې ودانۍ د هغې د زیربنایې تاسیساتو تر بشپړېدو پورې د نورستان لوړو زده کړو موسسې په واک کې ورکوي.

د نورستان لوړو زده کړو موسسه به په لومړي ګام کې په هغه ولایت کې د پوهنې د پیاوړتیا په موخه د پنځو فارغ ورکوونکو ډیپارټمنټونه (ریاضي او فزیک، کیمیا او بیولوژي، تاریخ او جغرافیه، پښتو ادبیات او دري ادبیات) په لرلو سره د ښوونې او روزنې پوهنځي تر چتر لاندې په (۱۳۹۹) کال کې خپل فعالیت پیل کړي.

دی وايي، د ښارجوړونې وزارت به پوهنتون ته د ځمکې په ورکولو او مالیې وزارت به د راتلونکي کال په بودیجه کې یادې موسسې ته د کمپلېکس د اړتیا وړ بودیجه شامله کړي.

د یادونې وړ ده، تېر کال په نورستان کې د یوه پوهنتون د جوړېدو چاره منظور شوې وه او ټاکل شوې وه چې سږکال به یې چارې پیل شي؛ خو تراوسه یې چارې عملاً نه دي پیل شوي.

نورستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې هواره ځمکه کمه لري او ډېرې برخې یې غرونو پوښلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button