ویسا: حکومت له زورواکانو د برېښنا د لګښت پیسې نه‌شي اخیستی

عزم(سه‌شنبه، ۰۲غويي، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ازبکستان پر هغه ګواښ بحث کړی، چې ویلي یې دي: که افغان حکومت د برېښنا د لګښت پیسې ورنه کړي، نو خپله برېښنا به پرې قطع کړي. ورځپاڼې لیکلي، د اوسني حکومت ټولې خبرې یوازې دروغ دي او په تېرو شپږو کلونو کې د یوې ژمنې په پوره کولو هم بریالي نه‌شول.

«د بې کفایته حکومت چې برخلیک یې د ولس له برخلیک څخه بېل وي یوه ځانګړتیا ده چې هره ورځ به پر ولس د یوې غمیزې او بدمرغۍ د نازلېدو یو خبر کېږي. زموږ اوسنی حکومت همدغسې دی، شپږ کاله یې پر لاپو او دروغو ژمنو تېر شول خو په دې تېرو شپږو کلونو کې یې هېڅ داسې ژمنه ترسره نکړای شوه چې ولس ته یې ژمنې ورکړې وې. قلقلې هره ورځ تکرار شوې، د دسترخوان د بدلون ډنډورې وشوې، د سولې، له فساد سره د مبارزې او شفافې حکومتولۍ خبرې دومره تکرار شوې چې اوس د ولس پر غوږو ښې نه لګېږي.»

د سرلیکنې له مخې، اشرف غني درې کاله وړاندې ویلي وو، د برېښنا ۲۳برېښناکوټونه به جوړوي؛ خو د درې کلونو په تېرېدو لا هم د برېښنا کوم برېښناکوټ جوړ نه‌شو او لا هم هېواد ته وارداتي برېښنا راځي، چې زموږ ستونزې نه‌شي حل کولی.

«یوه یې درې کاله وړاندې د ولسمشر غني دغه لاپه وه چې په یوه کال کې به د برېښنا ۲۳ بندونه جوړوي. د فساد د مخنیوي او د فساد پالنې د پخواني دود د ماتولو خبره دومره تکرار شوه چې ډېرو ساده ګانو ومنله چې خامخا به دا کار کېږي. پایله څه وه؟ هېڅ. یو ساری یې د وارداتي برېښنا مساله ده چې له تاجکستان او ازبکستان نه را واردېږي، خو دلته د ارګ نازولي، په میلیونونو روپۍ له دې درکه پوروړي دي تر دې چې دا دی د برېښنا شرکت د همدې پورونو په سبب د ازبکستان د وارداتي برېښنا د بندېدو شونتیا ښیي. هغه هېواد ګواښ کړی چې که یې د برېښنا پیسې پر خپل وخت ادا کړای نشي نو خپله برېښنا به پرې کړي، د برېښنا شرکت وایي چې که دا کار وشي د هېواد اتیا سلنه برېښنا به بنده شي.»

د ویسا په باور، ډېری لوړپوړي چارواکي، زورواکان او حکومتي ادارې مېلیاردونه ډالر پوروړي دي، خو حکومت ترې د برېښنا د لګښت پیسې نه‌شي اخیستی، خو که برېښنا پرې کېږي، ولس به ډېر زیان ویني؛ ځکه نه ولس نه د جنراتوري برېښنا وس لري او نه حکومت تراوسه ملت له پردیو اړتیا خلاص کړ.

«دې شرکت څو ځلي هغه لېستونه خپاره کړل چې په میلیونونو افغانۍ د یاد شرکت پوروړي وو، هغه ټول یا برحال چارواکي او د ملي شورا غړي وو، یا هغه جنګسالاران او مشران چې د ارګ نازولي بلل کېږي. متأسفانه تل په دغسې ستونزو کې د لویو حرام خورو په ټس کې ولس ځپل شوی او عام خلک د هغوی د غلاو درنه بیه ادا کوي. برېښنا شرکت چې اوس په عجز دغه غوښتنې کوي چې خلک دې د برېښنا بلونه پر وخت ادا کړي دې ته یې باید پام وي چې دغسې حرام خواره د عذر په ژبه نه پوهېږي، یاد شرکت دې د لویو پوروړیو لړلیک یو ځل بیا اعلان کړي، رسنۍ یې دې هم په پوره شور او زور خپور کړي، ولس دې پر حکومت غږ وکړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي. آخر تر کومه عام ولس او د هېواد ټول هست او بود د څو یارانو برمته او غنیمت وي؟»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button