د هندوستان مرسته شوي غنم نیمروز ته رارسېدلي دي

عزم(سه‌شنبه، ۰۲غويي، ۱۳۹۹ل): د ترانسپورټ وزارت وايي، د هندوستان ۷۵زره مټریک غنمو مرستو څخه د ۵زره مټریک ټنو غنمو لومړۍ جوپه نیمرزو ته رارسېدلې ده او پاتې غنم به هم په نږدې ورځو کې هېواد ته راورسېږي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هندوستان له افغان حکومت سره د ۷۵زره مټریک غنمو د مرستې ژمنه کړې وه، چې پرون د ایران د چابهار بندر له لارې ۵زره مټریک ټنه غنم راورسېدل او پاتې غنم به هم په راتلونکو ۱۵ ورځو کې هېواد ته راورسېږي.

د هندوستان مرسته شوي غنم پر خلکو نه وېشل کېږي، بلکې د هرات، کندهار، کابل، بغلان او بلخ سیلوګانو ته لېږدول کېږي.

د کرونا ناروغۍ له امله افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیانو سره خپلې پولې تړلي دي، چې له امله یې په هېواد کې د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي.

د هندوستان مرسته شوي غنم داسې مهال هېواد ته رارسېږي، چې افغان حکومت له قزاقستان څخه د ۷۰مټریک ټنو غنمو د پېرلو هم ویلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button