د افغان زندانونو عمومي مشر: زندانونو کې کارکونکې میرمنې، په جنسي توګه ځورول کیږي

عزم (دوشنبه، ۲غویي، ۱۳۹۹):د هیواد د زندانونو د کنترول د چارو عمومي مشر احمد راشد طوطاخیل نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان په زندانونو کې کارکونکې میرمنې په جنسي ډول له ځورونو سره مخ دي.

نوموړي وویل، دوی ته د رسیدلو شکایتونو او موندنو له مخې، د هیواد په بندخونو کې کې لوی شمیر کارکونکې میرمنې د زندان د نارینه پرسونل له خوا په جنسي ډول ځورول کیږي چې دا کار د منلو وړ نه دی.

نوموړي زندانونو ته د نشه یي توکو قاچاقي لیږد یوه بله ستونزه یاده کړه چې په وینا یې د قرنطین د ورځو پر مهال هم دا قاچاق ادامه لري.

طوطاخیل زیاته کړه، د یو شمیر زورواکو او غیرمسؤلو کسانو لخوا د زندانونو اړوند وسایطو کارول یوه بله ننګونه ده چې ددوی په مخ کې پرته ده.
نوموړي د زندانیانو لخوا د تلیفونونو کارونه او د زندانونو منځ کې د دکانونو شتون هم د ستونزې په توګه یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې زندانونه به تصفیه کوي.
طوطاخیل وویل، تر دې مهاله یې ۵۵۸۵تنه جنایي زندانیان له بیلابیلو بندخونو د کرونا ویروس له امله خوشې کړي دي او دا لړۍ لا هم ادامه لري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: