ملا صاحب، د حریت مجسم پیکر

عبدالستار سعید
حريت یا آزادي د انسان له خدای ورکړو اساسي حقوقو شمیرل کیږي. لکه څنګه چې انسان د فرد په حیث له موره آزاد او حُر زیږي. همداسې یوه انساني مجموعه، ملت یا هیواد هم د حریت او استقلال حق لري.
تر هغه وخته چې په نړۍ کې اخلاقي معیارونه له چلښته نه و لویدلي، حُریت ته د آب و هوا په شان د انساني ژوند د اساسي ضروري عنصر په نظر کتل کیدل. د یوه انسان یا انساني ټولنې د شرافت او عزت تر ټولو لومړنی شرط حُریت ګڼل کیده. ملتونو او هیوادونو به د خپل استقلال او حُریت د ساتنې لپاره په کلونو څه بلکې په قرنونو مبارزې کولې. غلامي او تر بل چا وابستګي به یې د ځان لپاره تر ټول کرغیړن عیب او پیغور ګاڼه.
اما په وروستیو پیړیو کې د استعمار او نړیوالتوب د مرحلې له پیل سره، چې نړۍ په ابرقدرتونو او مستعمراتو تقسیم شوه، یو شمیر ملتونه د غربي استعمارګرو تر تسلط لاندې راغلل، د هغوی آزادي سلب شوه او ډیره موده د غلامۍ په جال کې ښکېل پاته شول. تر دې چې بالاخره د نړۍ اکثره محکوم ولسونه له غلامۍ سره روږدي شول. په ضمن کې آزادۍ سلبوونکو استعمارګرو هم د خپلو ګټو لپاره د حُریت او ازادۍ اصلي معنی تحریف کړه. هغوی د خپلو رسنیو او فرهنګي یرغل په ترڅ کې محکومو خلکو ته وروفهمول چې حُریت اصلا د سیاسي استقلال په معنی نه دی، بلکې د فردي آزادي (لیبرالیزم) په معنی دی. نو ځکه که تاسو د غربي اشغال په زولنو تړلي یاست، دا کوم عیب نه دی، ځکه تاسو فردي آزادۍ لرئ او د غربي لیبرال کلتور څخه په استفاده چې هره ناروا وغواړئ ترسره کولای یې شئ.
د حریت او استقلال په دې قحطۍ کې الله تعالی د اسلامي نړۍ په یوه مهم هیواد افغانستان کې د ملا محمد عمر مجاهد په نوم یو حاکم پیدا کړ. ملا صاحب لکه څنګه چې د امیر المؤمنین په حیث د اسلامي سیاست هیر شوي مفاهیم را ژوندي کړل او په اسلامي معیارونو برابر یو شرعي نظام یې جوړ کړ. دغه راز یې د نړۍ محکومو ملتونو او واکمنو د حُریت او استقلال درس هم ورکړ.
د اسلامي امارت له یوه مخور مشر څخه مې وپوښتل چې تاسو خو له ملا صاحب سره نږدې اوسیدلي وئ، ستاسو په نظر د ملا صاحب تر ټولو امتیازي صفت کوم و؟
هغه ځواب راکړ، ما چې د اوسنیو واکمنو یو څه حالات مطالعه کړي او بیا مې د ملا محمد عمر مجاهد سیاست او زعامت ولید، نو ویلی شم چې ملا صاحب د دې زمانې حُر ترین حاکم و. نوموړي په خپلو پریکړو او اقداماتو کې بشپړه خپلواکي درلوده او د هیڅ نړیوال یا سیمه ییز هیواد یا ډلې تر اغیز لاندې نه و.
د اوسنۍ نړۍ زیاتره حاکمان داسې روږدي شوي چې خپل تقدیر د امریکا، روسیې، انګلستان، چین یا کوم بل ابر قدرت په تندي کې ګوري. دوی چې کومه پریکړه کوي نو اول یې د نړۍ له دې ځواکمنو سره شریکوي او په پریکړو کې یې د خپل دین، هیواد او ولس په ځای د خپل بادار هیواد د ګټو تضمین ته ډیره توجه وي.
مګر ملا محمد عمر مجاهد چې د الله تعالی صالح او مخلص بنده وه، پنځه وخته یې د ستر بادار الله تعالی په حضور کې د عجز او انکسار تندی پر ځمکه لګاوه، الله تعالی په همدې بندګۍ دومره مستغني کړی و چې د بل هیچا باداري او واکمني یې په زړه نه ځایېده.
اصلا د داسې حُریت بنیادي سبب د ملا صاحب دیانت او کامل ایمان و. علماء کرام فرمایي چې د الله تعالی مینه او له الله تعالی خوف تر بلې هرې مینې او خوف ځواکمن دي. د چا په زړه کې چې د الله تعالی مینه او خوف ځای ونیسي، د هغه له زړه بیا نورې ټولې مینې او ویرې تښتي. نو ملا صاحب مرحوم چې د یو واقعي مؤمن په حیث له الله تعالی وېرېده، همدې خوف یې په زړه کې له بل چا ډار ته ځای نه ورکاوه.
همدا نن سبا موږ وینو چې د اشرف غني په مشرۍ د کابل اداره په هره فیصله کې د امریکا مزاج ته ګوري. اشرف غني د کابینې ټاکنې پیل کړي، خو چې له امریکا ورباندې الیس ویلز غږ وکړي، سمدستي د ارګ چارواکي توبه وباسي او په رسمي اعلامیه کې ووایه چې ټاکنې یې درولي دي. دا یوازې د کابل چارواکي نه دي، تقریبا د اکثره محکومو او استعمار ځپلو هیوادونو چارواکي همداسې له حُریت او خود ارادیت څخه عاري دي.
اما ملا صاحب داسې نه و، د اوریدو له قراره د امریکا له حملې وړاندې چې جورج ډبلیو بوش یو نړیوال پوځي ایتلاف جوړ کړ او د نړۍ محکوم مشران د امریکا دخوشالۍ لپاره په پیشخدمتۍ لګیا و، یوه ورځ ملا صاحب په کندهار کې راډیو اوریده چې بوش په خورا غرور او ګواښمنه لهجه وویل: اسامه بن لادن یا مړ غواړم او یا ژوندی! ملا صاحب ځواب ورکړ: والله که دې یا مړ رانه ولید او یا ژوندی . . .
داسې قاطع او له حُریت نه مالامال ځواب شاید د اوسني عصر ذهنا غلامو چارواکو ته د فهم او هضم وړ نه وي، هغوی یې په اوریدو شاید بل وړ احساس وکړي او وایي به چې دا نو د نړیوال قانون، دیپلوماتیکو آدابو او سیاسي اصولو نه یو مخالف غبرګون دی. اما د اسلام، انسانیت او افغانیت په معیار دا جواب سل فیصده برابر او د الله تعالی د یوه واقعي حُر بنده د موقف نمایندګي کوي.
علامه اقبال د حُر انسان تعریف داسې کوي.
مرد حر محکم ز ورد(لاتخف)
ما بمیدان سر بجیب او سر بکف
مرد حر از لااله روشن ضمیر
می نگردد بندۀ سلطان و میر
مرد حر چون اشتران باری برد
مرد حر باری برد خاری خورد
پای خود را آنچنان محکم نهد
نبض ره از سوز او بر می جهد
دارد اندر سینه تکبیر امم
در جبین اوست تقدیر امم
قبلۀ ما گه کلیسا ، گاه دیر
او نخواهد رزق خویش از دست غیر
ما همه عبد فرنگ او عبده
او نگنجد در جهان رنگ و بو
کار ما وابستۀ تخمین و ظن
او همه کردار و کم گوید سخن
ما گدایان کوچه گرد و فاقه مست
فقر او از لااله تیغی بدست
شکوه کم کن از سپهر گرد گرد
زنده شو از صحبت آن زنده مرد
صحبت از علم کتابی خوشتر است
صحبت مردان حر آدم گر است
می نروید تخم دل از آب و گل
بی نگاهی از خداوندان دل
اندر این عالم نیرزی با خسی
تا نیاویزی بدامان کسی
د مسلمان فیلسوف او شاعر اقبال دا شعر خورا اوږد دی، چې د یو واقعي حُر مؤمن صفات ذکر کوي، خو هر وخت یې چې لولم، نو په دې عصر کې بل څوک په نظر نه راځي چې دغه تعریف دې ورباندې صادق شي. پرته له مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد.
ځینې ناخبره او د رسنیو دروغ ځپلي فکر کوي چې ملا صاحب د پاکستاني چارواکو تر اغیز لاندې و. اما د پاکستان د تاریخ تر ټولو مقتدر واکمن جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب کې ملا صاحب مغرور مشر بللی دی. مغرور دا معنی چې د ده په جنرالۍ کې یې چورت نه واهه او د شیخ اسامه د سپارلو د موضوع په شان یې د ده هیڅ فرمایش هم ونه مانه.
که ملا صاحب په لنډو تعریفوو باید ووایه چې هغه په اوس عصر کې د حُریت یو مجسم پیکر و. په دې اړه باید ډېره څیړنه وشي او ډیر څه ولیکل شي.
رحمه الله تعالی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button