له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره ملاتړ زیات شوی

د سروې له مخې، ۷۳ سلنه مخکینیو عسکرو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو ملات کړی دی. د سرتېرو د کورنیو ۶۹ سلنه هم همدا نظر لري.

عزم (پنجشنبه، ۴ غویی، ۱۳۹۹): تازه سروې ښيي چې د امریکایي ځواکونو د کورنیو اویا سلنه غړي او ۷۳٪ پخواني سرتیري له افغانستانه د امریکا د بشپړ وتلو ملاتړي دي.

دا سروې د Concerned Veterans for America لخوا، چې د ټرمپ له ادارې سره نږدې اړیکې لري، شوې ده.

په نظرپوښتنه کې د اپرېل له ۷مې بیا تر ۱۰مې ۷۰۰ مخکیني سرتیري او د پوځیانو د کورنیو شاوخوا ۸۰۰ غړي پوښتل شوي دي.

دا ګروپ له تېر کال راهیسې ولسي هڅې پیل کړې څو امریکايي قانون جوړوونکي او سپینه ماڼۍ په بهر کې د امریکا د پوځي عملیاتو درولو ته وهڅوي.

د سروې له مخې، ۷۳ سلنه مخکینیو عسکرو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو ملات کړی دی. د سرتېرو د کورنیو ۶۹ سلنه هم همدا نظر لري.

د Concerned Veterans for America ډلې اجراییه مدیر، نېټ انډرسن، وايي، زه فکر کوم دا د تقریبا دوو لسیزو له جګړې [د امریکایانو] ستوماني ښيي.

د انډرسن په اند، اوس عام امریکایان په دې پوه شوي چې په افغانستان کې څومره اوږده جګړه کې ښکېل دي.

له طالبانو سره د امریکا د فبروري د ۲۹تمې د هوکړې له مخې به په ۱۴ میاشتو کې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button