د حرم د پېښي قربانیانو ته به یو یو ملیون ریاله مرسته ورکول شي

(عزم: سشنبه، سنبله ۲۴مه ۹۴ل)

د سعودي حکومت د حرم شریف په پېښه کې د ټولو وژل شوو کسانو له کورنیو سره د یو یو میلیون او ټپيانو سره د نیم نیم میلیون ریالو مرستو اعلان وکړ.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د فرمان په اساس د ټولو وژل شوو کورنیو خپلوانو ته به یو یو ملیون ریال، ټولو هغو کسانو ته چې دایمي ټپونه ور رسېدلي وي، یو یو ملیون او نورو پاتې ټپیانو سره به د سعودي حکومت نیم نیم ملیون ریال مرسته وکړي.

په فرمان کې راغلي چې د ۱۴۳۷هـق کال حج لپاره به د ټولو وژل شوو کسانو د کورنیو دوه دوه غړي د سعودي حکومت د خادم الحرمین د مېلمنو په توګه حج ته راوبلي.

د فرمان له مخې ټول هغه ټپیان چې سږکال د ټپونو له کبله حج نشي کولای را روان کال ته به د سعودي د پاچا د ځانګړو میلمنو په توګه حج ادا کولو ته رابلل کیږي.

ملک سلمان همدا راز د حرم شریف د پېښې په اړه د شویو څېړنو په باره کې ویلي چې کرین د تېزې هوا له کبله رالویدلی او دا کومه جنايي پېښه نه وه، خو کرین په سهي لوري کې نه و او د شرکت مسوولینو په دې اړه بېغوري کړې ده.

د حرم شریف د پېښې په اړه ټاکل شوې کمیسیون ملک سلمان ته وړاندیز کړی چې د حرم شریف د رغونې شرکت سره تړون باندې دې نظر ثاني وکړي.

ملک سلمان د کمیسیون د وړاندیز په ځواب کې د (بن لادن شرکت) مشر او ټول غړي تر هغه ممنوع الخروج اعلان کړي او ویلي يې دي تر هغه چې د حرم شریف د پېښې په اړه څېړنې ختمې شوې نه وي او محکمې پریکړه نه وي کړي دوی له هېواده بهر سفر نشي کولای. همدا راز د بن لادن شرکت يې له دې منع کړی چې د رغونې نوي تړونونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ په حرم شریف کې په ځايي وخت ۵ بجې او ۱۱ دقیقو د تیزو بادونو له کبله د مسجد د انګړ دننه کرین را وغورځېد چې له کبله یې ۱۱۱ کسان مړه او ۲۵۰ څخه پورته نور ټپیان شول

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: