خائینان څوک دي؟

عنایت الله خاموش
په ګران هیواد افغانستان، د یرغلګرو له یرغل سره سم، د همدغه یرغلګرو له لوري ځیني افغانان د پیسو، چوکیو او نورو مادي امکاناتو په بدل کي واخیستل شول.
همدغه ځان پلورونکي کم اصل افغانان د مدني فعالانو، قومي مشرانو، تنظیمي و سیاسي ټیکه دارانو، ژورنالیستانو او نورو په نومونو راڅرګند او د یرغلګرو د موخو لپاره یې د افغان ملت پر مرۍ پښې کیښودې او د اشغالګرو او د هغوی د مفکورو پلوۍ ته یې هڅول.
دغه ځان پلورونکي هغه کسان دي/ ول، چي د څو پیسو او… په خاطر یې هر ډول بې ناموسۍ څخه مخ وانه اړاوه او د افغان غیور ملت د سپکتیا لپاره یې هر ډول برنامو پلي کولو ته زمینه سازي وکړه.
دغه کسانو نوی نسل په داسي مفکوره و روزه چي سمي لاري ته بیا را اړول به یې کلونه وخت او تکلیفونه وغواړي. چاپلوسي، حسد، جاسوسي، په اسلامي او افغاني ارزښتونو ملنډې وهل، له غله سره د بوجۍ خوله نیول، فحشاء، غربي مفکورې ته لبیک ویل او د هغوی سټایلونه خپلول یې په افغان نوي نسل کي ترویج کړل.
دوی( د یرغلګرو انډیوالانو) پر افغان مسلمان ملت هر رنګه ظلم پیرزو کړ او په هیواد کي د اسلامي مفکورې د شکست لپاره یې د پردیو مفکورو هر ډول مرسته وکړه او په پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو داسي ځایونو کي چي ګڼه- ګوڼه به پکي زیاته وه، د پیسو په مقابل یې داسي کسان را څرګند کړل، چي اسلامي مفکوره او افغاني ارزښتونه یې مسلمانانو ته په ناسم ډول تعریف کړل.
په افغانستان کي یې د یرغلګرو په وړاندي د مبارزه کوونکي او اسلامي ارزښتونو څخه دفاع کوونکي ځواک پسي یې هر ډول پروپاګند وکړ او هغوی یې افغان ملت او نړیوالو ته د ترهګرو، ورانکارو، له تمدنه لري او… په نومونو معرفي کول او د هغوی په مقابل کي یې خلک جګړې کولو ته هڅول/ هڅوي.
خو بیا هم دغه د اسلامي و افغاني ارزښتونو څخه دفاع کوونکي ځواک له خپل مسیر څخه په شا نسو او لله الحمد له دې ځواک سره لکونه مسلمان یو ځای شول او له حقیقت څخه یې پیروي وکړه.
دا چي اوس مهال په زیاتره سیمو کي ځیني خلک د حقیقت په درک کولو سره له یرغلګرو او د دوی له ملګرو څخه په تیښته دي او له ژغورونکي ځواک سره یو ځای کیږي، نو د اوسني حکومت چارواکي یې خائینان بولي او په خیانت کولو یې تورنوي.
خو حقیقت دا دی چي دغه حکومتي چارواکي او ملګري یې د چور و تالان، نا امني، اداري- اخلاقي فساد، بې ګناه وګړو د وژنې، جنایت،افغانانو د بدنامۍ او ورته نورو پدیدو سترې سرچینې او رامنځته کوونکي دي.
نو افغان ملت او هغه وګړي چي د حقایقو په درک کولو سره له جرمونو لاس اخلي او رښتینو افغانانو سره يو ځای کیږي، باید په دې پوه وي، چي تاسو په سم لوري یون کوئ او همدا لاره چي تاسو یې انتخابوئ، سمه لاره ده او د راتلونکې بدنامۍ او الهي عذاب څخه به مو ځان ژغورلی وي او هغوی چي تاسو په خیانت کولو تورنوي، پخپله خائینان دي.
دغه دلالان په هیواد کي د شته ټولو بدبختیو عاملین و مسوولین دي.
دوی دې خبر وي چي د دې ټولني د حقیقي بچیانو او غمخورو مبارزینو په وړاندې د هرې دسیسې جوړولو ځواب وايي او دغه ځواب به ډیر دروند وي.
دوی دي دا فکر نه کوي چي تل به د دوی سحر و جادو د خلکو سترګې ړندوي او هغوی به په پټو په دوی پسې روان او ملاتړ به یې کوي؛ بلکې داسي وخت به راشي، چي اصیل افغانان به حقیقت وویني، د حقیقت سترګې به ولري او بیا به دا درباريان او غلامان د یوې پیسی کیږي حیثیت هم ونه لري او بیا به د خپلو ټولو نارواوو ځوابونه ووایي.
انشاءالله تعالی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button