طالبان: د ثور د اتمې په څیر، نن هم افغان ولس د آزادۍ او استقلال اخیستو په درشل کې دی

عزم (یکشنبه،۷غویی، ۱۳۹۹):طالبانو د ثور د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په تړاو اعلاميه خپره کړې او د دواړو ورځو تاریخي ارزښت یې له نني وضعیت سره مقایسه کړی چې په وینا یې«د ثور د ۷ کودتا او ورپسې شوروي یرغل عینا د نن ورځې امریکا يي یرغل ته ورته و، چې بیا هم افغان مجاهد او مېړني ولس د اسلامي امارت تر چتر لاندې نولس کاله ورسره جهاد وکړ، شهيدان او زخمیان شول، زندانونه پرې ډک شول؛ خو خپل هيواد يې هغوی ته پرې نښود، د ډيرو تکاليفو په زغملو سره يې له خپل سپېڅلي اسلامي فکر او هیواد څخه دفاع وکړه او بالاخره يې دا دی امریکا هم د شورویانو په څېر په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته له رسېدو لاس پر سر کړ»

اعلامیه کې د (۱۳۷۱ لمریزکال د ثور ۸ مه)چې د کمونیزم پر وړاندې د افغانانو جهاد بریالی شو بیا د ویاړ ورځ بللی شوې او ویل شوي دي چې «نن هم افغان مجاهد ولس د سترو او بې سارې قربانيو په برکت د استقلال او ازادۍ ګټلو په درشل کې دی، چې د آرمانونو ساتنه يې خورا ډير پام، غور او کلک عزم غواړي»

طالبانو د افغانستان د قضیې د حل لپاره له امریکا سره شوې توافقنامه یو ښه فرصت بللی او د عملي کیدو د غوښتنې ترڅنګ یې پرمقابل لوري غږ کړی دی چې« امریکایي اړخ او د کابل اداره باید د دې توافقنامې په تطبیق کې خنډونه ایجاد نه کړي. »

طالبانو له شوروي اتحاد څخه د ازادۍ اخيستلو او اسلامي نظام د نفاذ په خاطر د څوارلس کلن جهاد په بریا د ویاړ ترڅنګ هیوادوالو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې«، همداسې د کاميابۍ درشل ته د ننني جهاد رسېدل هم د افغان مېړني ولس افتخار بولي »

اعلامیه کې پر ټولو ښکېل اړخونو غږ شوی چې له ډیر غور څخه کار واخلي تر څو د افغان ولس ستر ارمانونه، لکه د ثور له ۸مې وروسته یو ځل بیا تالا ترغه نه شي او ټینګار شوی دی چې«اسلامي امارت به چا ته اجازه ورنکړي، چې د ننني جهاد ثمره لکه د ثور د ۸مې له بريا وروسته له خطر او ګواښ سره مخ کړي»

طالبانو ویلي، د استقلال او اسلامي نظام د نفاذ لپاره د تیرو ټولو مبارزو د معيوبينو، کونډو، يتيمانو او شهيدانو د سترو او پاکو اهدافو تحفظ ته ځان ژمن بولي.

د یادونې وړ ده چې د (۱۳۵۷لمريزکال د ثور په ۷مه)نیټه شوروي ښکیلاکګرو د خپلو کمونست پلوه افغان ملګرو په مټ پر افغان خاوره یرغل وکړ چې په ترڅ کې یې په میلیونونو کسان ووژل شول، میلیونونه ټپیان، زنداني او هجرت ته مجبور شول؛ چې له څوکلونو خونړیو جګړو او تاوتریخوالي وروسته د (۱۳۷۱ لمریزکال د ثور ۸ مه نیټه د شوروي اشغال ټغر ورټول او له هیواده تیښتې ته مجبور شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: