هیواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۶۸تنو ته ورسیده

عزم (یکشنبه،۷غویی، ۱۳۹۹):د روغتیا وزارت وایي ، هېواد کې د کروناویروس لسګونه پیښې نورې هم زیاتې شوې او لوی شمیر کسان پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
وزارت ویلي، نن ورځ په غزني کې ۱۳تنه، پکتیا کې ۱۱تنه، پکتیکا کې ۹تنه، بلخ کې ۶تنه، بادغیس کې ۴تنه، ننګرهار او هرات کې ۶_ ۶تنه، خوست او لغمان کې۳_۳تنه او په بغلان ولایت کې هم یو تن پر دغه وژونکې ناروغي اخته شوي دي.

وزارت ویلي له نویو اخته کسانو سره، په افغانستان کې د کرونا ناورغانو ټولیز شمېر ۱،۵۳۱ تنو ته لوړ شو.

دا مهال کابل له ۴۷۴ ناروغانو سره د افغانستان د ولایتونو په سر کې دی او له کابل ورپسې هرات او بیا هم کندهار ولایت پر کروناویروس تر ټولو زیات اخته کسان لري.

د مسؤلینو په وینا چې تراوسه په افغانستان کې ددغې ناروغۍ له امله ۴۷ تنه مړه شوي دي او ۲۰۶ تنه هم بېرته رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی دی چې راتلوونکې اوونۍ به وضعیت له دې هم پسې خراب وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button