بنده بايد په خپل رب ښه ګومان ولري

نصير تکل

ابن حبان يو قدسي حديث را نقل کړى دى، چې الله تعالى فرمايلي دي: ((أنا عند ظن عبدي بي؛ فليظن بي ما شاء.))

ژباړه: زه له خپل بنده سره د هغه له ګومان سره سمه معامله کوم نو چې څنګه يې خوښه وي، پر ما دې همغسې ګومان وکړي.

امام شوکاني رحمه الله وايي: که چا پر خپل رب ښه ګومان وکړ؛ نو الله تعالى به ورسره دهغه له ګومان سره سمه معامله وکړي او که پرخپل رب يې بد ګومان وکړ؛ نو الله تعالى به ورسره دهغه له ګومان سره برابره معامله وکړي.

نو په بنده لازمه ده چې په خپل رب به ښه ګومان لري، اې زما ګرانه وروره لطفاً په خپل رب ښه ګومان ولره تر څو هغه ستا سره ستا د ښه ګومان مطابق کړنه تر سره کړي، داد الله تعالى وعده ده چې الله تعالى له خپل بنده سره د هغه دګومان مطابق معامله کوي، دالله تعالى وعده تر ټولو رښتينې وعده ده، هغه هيڅکله دخپلې وعدې خلاف نه کوي.

الله تعالى فرمايي: (إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ).

ژباړه: الله هیڅكله له خپلي وعدې څخه اووښتونكى نه دى.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button