د غزني ځايي چارواکي: د جاغوري د پېښې د څېړلو لپاره له کابله پلاوی راغلی دی

عزم(سه‌شنبه، ۰۹غويي، ۱۳۹۹ل): د غزني ځايي چارواکي وايي، په جاغوري ولسوالۍ کې د پېښې شوې پېښې د څرنګوالي په موخه له مرکزه یو پلاوی ټاکل شوی دی.

دغه پلاوي د ملي امنیت شورا د دفتر په مشرۍ او د عسکري جرایمو پر وړاندې د مبارزې د څارنوالی، د سیمه‌ییزو ارګانونو د ادارې، د ملي امنیت د عمومي ریاست او سنګینو جرایمو سره د مبارزې د استازو په غړيتوب د پېښې د لا زیاتې څېړنې په موخه جاغوري ولسوالۍ ته رسېدلي دي.

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتې وروسته ځینو لاریون کوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د تېرې ورځې (دوشنبه د غويي په اتمه نېټه) اعتراضونو په پایله کې چې په تاوتریخوالي واوښتل، د یوه تن وژل کېدل او د لږ ترلږه د نهو کسانو ټپي کېدل تاییدوي.

د یاد ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي د هغه څه  له کبله چې پر یوې ښځې د دوو پولیس د جنسي تېري ادعا کوي، په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.

غزني ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې د جاغوري ولسوالۍ امنیه قومندان، د امنیت امر له دندې ګوښه کړل شوي او دوه پولیس تر څارنې لاندې دي.

د جاغوري ولسوالۍ ولسوال خان علي رادمند مني، چې دوه تنه پولیس له دوو ښځو سره د یکشنبې له مازیګر وروسته په یوې غونډۍ کې لیدل شوي وو، چې وروسته ځايي خلکو لاریونونه پیل کړل.

دی وايي، راغلي پلاوي ته دنده سپارل شوې تر څو را منځ ته شوې پیښه په هر اړخیزه او دقیقه توګه وڅیړي او په اړوند یې د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې لازم اقدامات وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button