د طالبانو ګواښ: که مو بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کوو اوسخت انتقام به یې واخیستل شي

طالبان وایي: «د کابل ادارې چارواکو، همدا ډول د بشر د حقوقو په نامه سازمانونو او د انساني همدردۍ شعار ورکونکو ټولو یاده موضوع جدي ونه نیوله او حالات يې نهایت نازک حد ته را رسولي دي»

عزم (چهار شنبه،۱۰غویی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې دولتي چارواکو رسماً تائید کړه چې ګواکې ۴۶تنه بندیان د کرونا پر وژونکې ناروغي اخته شوي، تازه یې طالبانو پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی دی.
طالبانو په څرګنده توګه ویلي چې په دې برخه کي د امریکا متحده ایالاتو ته مستقیما مسئولیت راجع کیږي؛ ځکه چې ددوی په وینا، «که یې د شوې توافقنامې په عملي کېدو کې له جدیت څخه کار اخیستی وای اوس به د بندیانو په خلاصون برسیره نور هم ډیر پرمختګ شوی وای او بندیان به له دې خطر سره نه مخ کېدای»

طالبانو د خپلو بندیانو د صحت په اړه جدي انديښنه په ډاګه کړې او له نړیوالو بیلابیلو بشري نهادونو څخه یې غوښتي چې له یادې انساني موضوع سره صرف سلیقوي او سیاسي برخورد ونه کړي؛بلکې په خبره یې چې« په جدیت سره د انسانانو د ژوند په نجات کې خپل مسئولیت ادا کړي»

طالبانو ټولو جهتونو ته غوڅ خبرداری ورکړی چې که یې بندیان تلف شي، د هر فرد پوښتنه به کیږي او په وینا یې چې« له سخت زړي دښمن څخه به يې انتقام اخیستل کیږي.»

اعلامیه کې طالب بندیانو ته هم سپارښتنه شوې ده چې په لوی الله توکل وکړي، صبر وکړي او تر ممکنه حده صحي لارښونې په پام کې ونیسي.

طالبان وایي، لا پخوا یې خبرداری ورکړی و چې د کابل ادارې په زندانونو کې د بندیانو وضعیت وخیم دی، تراکم زیات دی، د خوراک، څښاک او تداوي په برخه کې ګڼې ستونزې شتون لري، که په داسې حال کې زندان ته د کرونا ساري ناروغي هم داخله شي، وضعیت په ناورين بدلیدلای شي.«د کابل ادارې چارواکو، همدا ډول د بشر د حقوقو په نامه سازمانونو او د انساني همدردۍ شعار ورکونکو ټولو یاده موضوع جدي ونه نیوله او حالات يې نهایت نازک حد ته را رسولي دي»
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د څرخي پله له زندانه د بندیانو ځینې ویډیوګانې رسنیزې شوې چې په کې په ډاګه ښکاریدل چې لوی شمیر بندیان د کرونا پر وژونکې ناروغي اخته دي او ډیری یې د روغتیاپالانو او درملو د نشتون له امله له جدي ګواښ سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د شوې توافقنامې پر اساس باید د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره په لسو ورځو کې ټولټال ۵زره طالب زندانیان او په مقابل کې یې ۱۰۰۰تنه دولتي سرتیري، خوشې شوي وای چې په تعقیب به یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیستل شوې وه، خو د ارګ او ځینو بهرنیو کړیو په دوامداره خنډونو رامنځته کولو سره لا هم دې پروسې عملي بڼه نه ده خپله کړې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button