هلمند کې د تورو بانجانو حاصلات د راټولیدو په حال کې دي

عزم (چهار شنبه،۱۰غویی، ۱۳۹۹):د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تورو بانجانو حاصلات د راټولیدو په حالت کې دي او ژر به مارکیټ ته وړاندې شي.

د کرنې ریاست وایي، سږکال ددغه ولایت په ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه تور بانجان کرل شوي، چې د اټکل له مخې ښایي سږکال د ټولو بانجانو حاصلات ۶۲۵۰۰ ټنو ته ورسیږي.

مسؤلین وایي، هڅه کوي د هلمند ولایت ټول کرنیز حاصلات نورو ولایتونو ته هم صادر کړي، تر څو کروندګرو ته یې ګټه په لاس ورشي.

د مسؤلینو په وینا چې دا مهال ددغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې موسمي سبزیجات بازارونو ته وړاندې شوي دي چې تر ډېره یې د وارداتي سبزیجاتو مخه نیولې ده او له امله یې نرخونه هم ثابت پاتې شوي دي.

د دغه ولایت کروندګر وایي، دا مهال د بادرنګو، کدوانو او توربانجانو حاصلات رسیدلي چې ورسره همهاله سره بانجان “روميان”، پیاز او بینډۍ هم حاصلاتو ته د رسېدو په حالت کې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button