د کورنیو چارو وزارت مخکینی مرستیال جنرال منیر منګل د کرونا له امله ومړ
عزم(یکشنبه، ۱۴ غویی ۱۳۹۹): د کورنیو چارو وزارت مخکینی امنیتي مرستیال جنرال منیر منګل چې څو ورځې په کرونا وایرس اخته شوی وو د دغې ناروغي له امله یې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
جنرال منیر منګل له تیرو حو ورځو راپه دېخوا قرنطین کړی شوی وو، خو هغه بیګا ماخوستن مهال ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي د مړینې خبر د ده د کورنۍ له لوري تایید کړی شوی دی او د حامد کرزي په شمول یې خینو چارواکو په اړه غمرازي ښودلې او کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی.
د یادونې وړ دی چې یواځې څو ورځې وړاندې د جنرال منیر منګل یو ځوان زوی ډاکټر اکبر منګل هم د کرونا وایرس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
که څه هم تر دې وړاندې په ارګ کې دننه د څلویښت تنو کارمندانو په کرونا د اخته کیدو خبر ورکړل شوی وو خو منیر منګل لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان کې د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکوي.