د مشکلاتو حل

 

مونږ هر يو ژوند کې مشکلات لرو. اندېښنې، تشويش او سختۍ د ژوند حصې دي. څنګه کولی شو برلاسي شو په دې مشکلاتو؟ او د مشکلاتو د حل لپاره قوت څنګه ترلاسه کړو؟ دا رنګه نورې ډېرې پوښتنې به مو ذهن کې وي. ځواب يې دا دی چې حل يې هم زمونږ وجود کې شته اما دا چې څنګه وپلټل شي؟ زړه او روح د انسان په خوشحالۍ او خفګان کې ستر رول لوبوي. د اکثرو مشکلاتو حل د زړونو په پاکوالي او د الله سره په اړيکه درلودو پورې نغښتې دي، که مو زړه پاک او تعلق مو له الله متعال سره جوړ و نو دا به زمونږ په بدن کې مثبت انقلاب روالي او برعکس. مونږ ددې مشکلاتو حل په تنهايي شکل سره نشو کولی او نه بايد په يوازې ځان يې مقابله وکړو. نو ددې لپاره اړينه ده چې د الله سره واوسو او د هغه هداياتو ته غوږ کېږدو. کله مو چې داسې وکړل نو باوري اوسئ چې الله متعال به مو تر څنګ ومومئ او دا باعث کيږي څو مونږ قوت حاصل کړو او هغه چې راته د حل کېدو وړ مشکلات نه ښکاري، په آسانۍ سره حل، او هغه چې نا قابل تحمل دي، تحمل کړای شو دا ځکه چې مونږ اړيکه الله سره قائمه کړې او هغه توانا ذات دی. او څومره چې الله ته لنډ يو په هماغه اندازه مو غمونه، مشکلات او سختۍ په آسانه حل کېدای شي او برعکس.
الله تعالی فرمايي:
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ ” البقرة ۱۸۶ .

ژباړه: شايق احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: