ګډوځواکونو تیرو ۲۴ساعتونو کې تر ۱۰زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

عزم (سه شنبه،۱۶غویی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې دولتي عسکرو د هیواد په ځینو سیمو کې د تیرو څلورویشتو ساعتونو په ترڅ کې ګڼو ملکیانو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو ترڅنګ، خلکو ته پراخ مالي زیانونه ور اړولي دي.
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو نن سهار د غزني ولایت د مرکز اړوند د”زیوچ”په نامه سیمه کې پر اولسي خلکو بمبار کړی چې په ترڅ کې یې یوه ۱ میرمن شهیده او دوه۲تنه ماشومان یې ژوبل کړي دي.
د سیمې خلک وایي، برید په لوی لاس د ملکي وګړو پر میشت ځایونو شوی، په داسې حال کې چې هلته هیڅ وسلوالو شتون نه درلوده.

آخوا بیا له هلمنده راپورونه وایي چې ددغه ولایت دنادعلي ولسوالۍ اړوند د “لوی مانده او باباجي دباوړیو”سیمو ته پرون سهار لس بجې د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمیزو پولیسو عسکر ورغلي وه؛ چې پر مهال یې له کوم ځانګړي جرم پرته ګڼ هیوادوال وهلي ډبولي ، ۳تنه یې شهیدان او ۲ نور یې له ځان سره دبندیانو په توګه وړي دي.
ځایي خلک وایي، راغلو ګډوافغان عسکرو ترې موټرسایکلونه هم بیولي او له پیښې سملاسي وروسته یې مرکز ته ځانونه رسولي دي.
تر اوسه د پیښې علت نه دی معلوم، خو ویل کیږي چې سیمې ته د تلليو عسکرو ځینې یې د نشې په حالت کې وه.

د فاریاب ولایت څخه سیمیزې سرچینې خبر راکوي چې تیره ورځ د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې سیمیزو پولیسو یو ځوان کلیوال چې له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې، له کوم ځانګړي جرم پرته شهید کړی دی.

سرچینې وایي، په همدې ولسوالۍ کې د یوې بلې پیښې پرمهال د ملي اردو عسکرو پر کلیوالو ډزې کړې چې له امله یو تن ځای پر ځای شهید او ۳ ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، راغلو عسکرو ګڼ شمیر نور کلیوال هم له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.

له تخار ولایت نه راپورونه وایي، چې تېره شپه د ملي اردو عسکرو د “چال ولسوالۍ اړوند جنتاغلي” سیمه کې په یوه ولسي کور چاپه وهلې، دروازې او کړکيني یې ورته ماتي کړې، پيسې او قيمتي مالونه یې لوټ کړي او د تلو پر مهال یې د یو سپينږيري په ګډون د یوې کورنۍ ۵تنه او ۵ نور ګاونډیان یې نیولي او له ځان سره یې د بندیانو په توګه وړي دي.

تر اوسه د یادو ولایتونو سیمیزو چارواکو او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو په دې هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.

د ګډو افغان عسکرو لخوا دا جرایم داسې مهال تکراریږي، چې ارګ په پرلپسې توګه له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي.
د شنونکو په باور، پر ملکیانو بریدونو سره حکومت غواړي پر طالبانو فشار راوړي ترڅو اوربند ومني او بین الافغاني مذاکراتو کې پرې ځان لاس بری وښایي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button