شاهین: امریکایي لوري سره د بندیانو په چټک خلاصون او نورو موضوعاتو تفصیلي خبرې وشوې

عزم (پنجشنبه،۱۸غویی، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي تیره ورځ یې د سیاسي دفتر مشرتابه د قطري چارواکو په حضور کې کتلي او په هر اړخیزو موضوعاتو یې ورسره بحثونه کړي دي.

شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:« د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادرآخند او ورسره ټیم یې د ډاکتر خلیلزاد او د هغه مل ټیم سره پداسې حال کې وکتل چې دقطر هیواد د خارجه وزیر خاص استازي ډاکتر مطلق القحطاني هم حضور درلود.»
نوموړی وایي چې په دې غونډه کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو
د پيل او د لاسلیک شوې توافقنامي د بشپړ تطبیق په هکله تفصیلي خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، قطر هندوستان او پاکستان ته په یوه څو ورځني سفر روان شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، خلیلزاد د رواني میلادي میاشتې په پنځمه نېټه قطر ته تللی او ټاکل شوې ده چې هلته له طالب چارواکو سره د توافقنامې پر بشپړ تطبیق خبرې وکړي، د جګړې د شدت د کموالي په اړتیا او د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیل به ټینګار وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی به د هند پلازمینه دهلي کې   د افغانستان د پایداره سولې په پروسه کې د هند د رول په اهمیت خبرې وکړي او تر هغه وروسته به  اسلام اباد کې به هم د افغانستان د سولې په اړه بحثونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به ټول لوري راوبولي، چې د کرونا وبا په مهال افغانستان ته لاس ورکړي او د افغان سولې پروسې هڅې منسجمې وساتي.
خلیلزاد داسې مهال له طالب چارواکو سره د لیدنې لپاره قطر ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو لخوا له تړون څخه پرلپسې سرغړونې شوې او د تړون خلاف یې پر افغانانو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.
دغه راز د امریکایي لوري لخوا د ۵زره بندیانو د خلاصون پروسه لا هم په بشپړ ډول نه ده تطبیق شوې او په یوه او بله پلمه د ناڅرګند وخت لپاره د بیلابیلو مرموزو موخو په هدف په قصدي ډول ځنډول کیږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: