بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ نښته کې دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

عزم(پنجشنبه، ۱۸ غویی ۱۳۹۹): د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د اکازیو او شرشریانو د قوم ترمنځ جګړه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له یاد ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې په دغه جګړه کې ولسي جرګه کې د خلکو استازي ضیاوالدین اکازي یو زوی هم وژل شوی او یو ورور یې ټپي دی.

د والي ویاند نجم الدین برهاني وايي نښته په اکازو کلي کې شوې، خو د جګړې د انګیزې او لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

برهاني ویلي چې په دغه جګړه کې کابو دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تر لسو وژل شوي او نور ټپیان دي، خو وایي چې دا کره شمیره نه ده تر څیړنو وروسته به کره شمیره رسنیو سره شریکه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: