د امریکا ددفاع وزارت: تیر کال مو تر سلو زیات ملکي افغانان وژلي

عزم (پنجشنبه،۱۸غویی، ۱۳۹۹):د امریکا ددفاع وزارت “پنټاګون” په یوه تازه اعتراف کې منلې ده چې تیر کال یې په لسګونو تنه عام افغان وګړي وژلي دي.
پنټاګون ویلي، تېر کال د امریکایي پوځ د بریدونو په مهال په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، یواځې په افغانستان کې د امریکایي پوځ په لاس شاوخوا ۱۰۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لوی شمیر نور ژوبلیدلي دي.

دفاع وزارت ویلي، پر دې خوښ دي، چې تیر کال یې د نورو کلونو په نسبت تر ټولو کم افغان ملکیان وژلي دي.
آخوا بیا د بښنې نړیوال سازمان او نورې بشري ادارې بیا د پنټاګون لخوا د وژل شویو ملکیانو اعلان شوي ارقام ناسم بولي او زیاتوي چې امریکایي چارواکو د قربانیانو شمیرې پټې کړې او په دې برخه کې هغوی د لوی شمیر ملکیانو د وژنې مسؤل بلل کیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button