شاهین: ایراني استازي له ملا برادر سره د ملاقات غوښتنه کړې وه

عزم (جمعه،۱۹غویی، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې ایراني رسنیو خبر ورکړ چې ګواکې ددغه هیواد د بهرنیوچارو د وزارت ځانګړي استازي”ابراهیم طاهریان” د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د بین الافغاني مذاکراتو په راتلونکي بهیر او د کرونا ویروس د مخنیوي په هکله خبرې کړې؛ تازه د طالبانو. سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې هکله غبرګون کې ویلي دي چې « د ایران اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت خاص استازي طاهریان د سیاسي دفتر د مرکزي اسیا اوایران له مسئول سره تلفوني تماس نیولی اوله ملابرادر آخند سره د ملاقات غوښتنه یې کړې.له دې علاوه، په نورو موضوعاتو بحث نه دی شوی. »
شاهین ویلي ممکن ایراني استازي د ایران په پوله د وروستۍ غمیزې په اړه طالب مشرانو ته معلومات ورکول غوښتل.

ایران چې د افغانستان یو ګاونډی هیواد بلل کیږي، په دې وروستیو کې د لسګونو افغان کډوالو پر بیګناه وژلو هم تورن شوی؛ چې د طالبانو لخوا یې دا کړنه وحشیانه بلل شوې او د قضیې د هر اړخیز څیړلو او مجرمینو د محاکمې ترڅنګ خبرداری ورکړل شوی، چې دا ډول پیښې د دواړو لوریو د ولسونو پر روابطو منفي اغیز پرېباسلی شي.

د یادونې وړ ده چې ابراهیم طاهریان اونۍ مخکې له اشرف غني، ډاکټر عبدالله، کرزي، کریم خلیلي او نورو افغان سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو سره په جلا جلا توګه کتلي او د افغانستان د سولې په مسئله یې ورسره ځانګړي مجلسونه ترسره کړي وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button