خلیلزاد: هند باید د افغانستان  په تړاو، خپلې اندیښنې مخامخ له طالبانو سره شریکې کړي

عزم (شنبه،۲۰غویی، ۱۳۹۹):د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوې هندۍ ورځپاڼې ته ویلي چې هندي چارواکو ته یې په ډاګه ویلي، چې باید له افغانستان سره د راتلونکو اړیکو په پار مخامخ له طالبانو سره وغږیږي او د ترهګرۍ پرضد خپلې اندیښنې ورسره شریکې کړي. «په افغانستان کې د هند ښکېلتیا باید یوازې د افغانستان تر حکومت پورې محدوده نه وي؛ بلکې له ټولو سیاسي لوبغاړو، افغان ټولنې، او مهمو سیاسي قوتونو سره باید اړیکې ولري، چې په مټ يې کېدای شي، هند په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو ښه ځای خپل کړي. هند په افغانستان کې مهم قوت دی او دا به غوره وي، چې له طالبانو سره په خبرو کې مخامخ شي.»
خلیلزاد ویلي، هند په سیمه او افغانستان کې زیات رول او تاریخي اړیکې لري، خو د نړیوالې سولې په برخه کې یې ځان څنډې ته کړی چې باید نور خپله چوپتیا ماته او د تروریزم په څیر مسئلو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
خلیلزاد له طالبانو سره د لاسلیک شوې توافقنامې ملاتړ کړی او دا یې د روانې شخړې د پای ته رسیدو لپاره اړین ګام بللی دی.
خلیلزاد وایي، طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې القاعده او نورو نړیوالو وسلوالو ډلو ته د ځای نه ورکولو ژمنه کړې او دا مونږ”امریکا” او سیمیزو متحدینو ته یې لوی خبر دی.

نوموړي ویلي، پاکستان او هند دواړه له افغانستان سره اقتصادي روابطو ته لیواله دي او اړتیا ده چې باید دواړه لوري د خپلو ګټو لپاره هم خپلمنځي خبرې اترې وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button