کابل: دشت برچي سیمه کې پر یوه روغتون وسلوال برید شوی

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې«د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې برید د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

عزم (سه شنبه،۲۳غویی، ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې د کابل ښار په لویدیځ دښت برچي سیمه کې وسلوالو کسانو پر یوه دولتي ۱۰۰بستریز روغتون ډلییز وسلوال برید ترسره کړی دی.

راپورونه وایي، چې بریدګر روغتون ته ننوتلي او په روغتون کې شته کسان یې برمته کړي دي.

دکورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروې امینې رسنیو ته ویلي د پیښې ځای ته ځانګړي ځواکونه رسیدلي او هڅه کوي، برید کنترول کړي.
سیمه کې د څو چاودنو پرلپسې غږونه هم اوریدل شوي او ویل کیږي، چې یو برید ګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی او له نورو سره نښته روانه ده

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې«د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې برید د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

داسې ښکاري چې برید د تیر په څیر داعشي ملیشو د خپلو کابل میشتو دولتي چارواکو او مشرانو جرګې د رئیس په مټ د مرموزو استخباراتي موخو لپاره ترسره کړی وي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، بریدګر د پولیسو په جامو کې روغتون ننوتلي او هڅې روانې دي تر څو بند کسان وژغوري

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button